کور پاڼه / خبرونه / کندز:د ازادۍ په څلور لاره کې دیو دنګ څلي دجوړیدو کار پيل شو
d

کندز:د ازادۍ په څلور لاره کې دیو دنګ څلي دجوړیدو کار پيل شو

نن د کندز ښار په ازادۍ څلور لاره کې د یو تن ملي سو داګر احمد ولي لخوا د یو دنګ څلي چې ۱۱ متره لوړ والي،شنه ساحه او اړینې برخې به ولري د جوړیدو کار پيل شو .

د دغه څلي د بنسټ ډبرې دکېښودلو په مراسمو کې کندز والي وویل((  خوشاله یم چې په دې وروستیو کې  کندز ولایت کې انکشافي چارو پراختیاموندلې،اوسمهال په کندز کې دمرکز او ولسوالیو په سطحه  ۸۰ لوی او وړې پروژې چې سرکونه ،پلونه،سربندونه،استنادي دیوالونه،ودانۍ،الچین پُل… شامل دي تر کار لاندي دي. ))

f

کندز والي زیاتوله (( خوشبختانه نن مو هم په دغه ولایت کې د ابادۍ دیوې پروژې بنیاد کېښود.دغه پروژه د کندز ښار د ازادۍ په څلور لاره کې دیو دنګ څلي د جوړیدو پروژه ده، چې دیو وطندوست  ملي سوداګر احمد ولي لخوا يې مالي لګښت په غاړه اخیستل شوی دی.))

 د ولایت مشرتابه  همداراز وویل (( د ازادۍ په څلور لاره کې دغه  ۱۱ متره دنګ څلی چې نن يې ودانیز کارونه پيل شول شنه ساحه او اړینې برخې به ولري  په نږدې راتلونکي کې به بشپړ شي.زه دملي سوداګر احمدولي څخه د مننې ترڅنګ په ټولو سوداګرو او تجارانو  غږ کوم چې زموږ سره  دکندز په ابادۍ او پرمختګ کې فعاله ونډه واخلي او دانکشافي پروژو په پيلیدو سره په دغه ولایت کې ځوانانو ته د کارموندنې فرصتونه برابر کړي.))

۱۳۹۷-۶-۵

د کندز ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر

دا هم وګورئ

kaja

هلمند: د کجکې بند ایراني اتباعو لخوا د ورانولو د شدید ګواښ سره مخ دی

 د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين ياسين وايي د کجکي د اوبو بريښنا بند …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com