کور پاڼه / راپورونه / کندزوالي:د شهیدانو  له سپيڅلو  مبارزو  او کارنامو دې زده کړه وشي
gover

کندزوالي:د شهیدانو  له سپيڅلو  مبارزو  او کارنامو دې زده کړه وشي

کندز والي دا څرګندونې  نن د شهیدانو اونۍ په نمانځغونډه کې د وینا پر مهال وکړې  او وه يې وویل (( ټول باید  د شهیدانو ارمانونو ته درناوی ولري او د  شهیدانو کورنۍ دې له پامه و نه غورځول شي ، کوم چې په دې حقه لاره کې یې   قربانۍ ورکړې او یا  اوس هم قرباني ورکوي.

peace

کندز والي وویل ((  د ټولو ملي ورځو  د نمانځ غونډو له لارې دې ولس ته د اتفاق او یووالي پیغام واستول شي، څو ولس د هغه دښمن په مقابل کې چې پلونه او پلچکونه نړوي، سړکونه ورانوي، ښوونځي او تعلیمي مرکزونه سوځوي او په ټوله کې زموږ پرمختیايي بنسټونه د خاورو سره خاورې کوي، د هغوی په مقابل کې په پوره جراائت او قوت سره راپاڅېږي او د دغو جنایتکارانو پر وړاندې په کلکه له خپلې خاورې او ولسونو دفاع وکړي.))

ښاغلي نعیمي زیاته کړه : د جهاد، مقاومت او د حق د لارې د سپېڅلو شهیدانو مبارزه او کارنامې نه هېرېدونکي دي او دا به د تاریخ د ځلانده بابونو زرینې کرښې وي، ولې حقیقت دا دی چې د ځینو سیاسیونو او یو شمېر مغرضو کسانو له لوري د ناسمو کړنو او د دغو شهیدانو له تصویرونو د ناوړې ګټې اخیستنې په وجه په قبرونو کې د اتلو شهیدانو روحونه نا ارامه او په عذاب دي. نوموړي وویل پر ځای د دې چې دغه کسان په داسې ورځو کې د همدې شهیدانو په نومونو په کلیو او ښارونو کې د علم، پوهې او پرمختګ لپاره د رڼا څراغونه روښانه کړي، ولې بر خلاف د دې ورځو د نمانځلو پرمهال  په لارو او کوڅو کې عامو خلکو ته رنګا رنګ تکلیفونه ورکوي.

کندز والي دخپلې هر اړخیزې وینا په وروستیو کې په ولس غږ وکړ چې د اوسنیو ناخوالو د ختمولو او د بې رحمه دښمن د ویجاړونکو تروریستي بریدونو په مقابل کې دیووالي لاره خپله کړي او د خپل دولت او امنیتي ځواکونو سره اوږه پر اوږه د دغو جنایتکارانو مخه ونیسي.

جوړې شوې غونډې ته یوشمېر وینا والود خپلو خبرو پرمهال د جهاد او مقاومت د ډګر د شهیدانو په مبارزو او کارنامو مفصلې خبرې وکړې او د هغوی له خاطرو يې یادونه وکړه.

وینا والو وویل ټول هغه کسان چې د دې خاورې او ولس څخه د دفاع په لار کې شهیدان شوي د دې قوم رېښتیني او واقعي اتلان او د تاریخ ځلانده څېرې دي،دغونډې په پای کې دټولو شهیدانو پاکو روحوته دوعا وشوه او په هېواد کې دتل پاتې سولې دتامین لپاره لاسونه لپه شول.

دا هم وګورئ

securet

کندزوالي:هیڅ مجرم  او قانون ماتونکی به دقانون له منګولو خلاص نه شي

نن د کندز والي عبدالجبارنعیمي  په مشرۍ د ګډو ځواکونو د مسؤلینو سره امنیتي جلسه …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com