کور پاڼه / خبرونه / هلمند: د کجکې بند ایراني اتباعو لخوا د ورانولو د شدید ګواښ سره مخ دی
kaja

هلمند: د کجکې بند ایراني اتباعو لخوا د ورانولو د شدید ګواښ سره مخ دی

 د هلمند والي تورن جنرال محمد ياسين ياسين وايي د کجکي د اوبو بريښنا بند د ورانولو لپاره له ايران څخه ايرانې اتباع راغلي دي.

نوموړی زياته وې چې د ايران لخوا هلمند ته د کجکي بند د روانه ولو په موخه دغه کسان له ډيره وخت په کجکي ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو په مرسته بوخت دي څو د بريښنا ياد بند له منځه يو سي.

والي وايي دوی په سيمه کې د بند ساتلو په موخه يو شمير امنيتي سرتيري ګمارلي څو د ياد بند ساتنه وکړي.

په هلمند کې د ولايتي شورا مسولين هم د والي يادي خبري منې او زياته وې چې د ايرانې اتباعو په ګډون د يو شمير نورو هيوادونو کسان هم د ايرانې اتباعو سره په ګډه د کجکي دبريښنا د ورانولو پلان لري.

ددغې شورا رئیس عطاالله افغان خبريال ډاټ کام ته وويل چې د بريښنا بند ساتلو په موخه ګمارل شوي سرتيري کم دي او انديښنه يي وښودل که دولت ورته پاملرنه ونکړي د کجکي دبريښنا بند به لمنځه ولاړسي.

 

هلته له سيمي څخه يو شمير اوسيدونکو هم خبريال ډاټ کام سره په خبرو کې ويلي چې دوی يو شمير ناڅرګند خلګ ليدلي چې ځانونه يي په يو ډول نظامي جامي کې خوندي کړي او د کجکي دبريښنا بند په تړاو له له خلګو مالومات غواړي.

د سيمي اوسيدونکي له دولت څخه په دي برخه کې  د جدي پلټونو غوښتنه کوې.

وسله وال طالبان بیا دغه څرګندونې رده وي.

ددغې ډلي يو وياند قاري يوسف احمدي د داډول پروژو ساتل خپل مسوليت ګڼلي دي.

د کجکي د اوبو بند د ورانولو خبري پرداسي مهال راپورته کيږي چې د وچکالۍ سره سمه ددي بند د اوبو سطحه هم دپخوا په پرتله کمه شوي ده.

موده وړاندي د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريفي د ايرانې رسنيو سره په خبرو کې د هلمند د سيند اوبه خپل حق بللي وي او ويلي يي وه که ورته ونه رسيږي دوی به ترلاسه کولو په موخه له نورو لارو چارو کار واخلي.

 

دا هم وګورئ

۱

کندز:۵ ښوونځي ترمیم او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

په کندز کې د معیاري پوهنېزچاپيریال د رامنځته کیدو لپاره اساسي کار کیږي : کندز …

WP Facebook Auto Publish Powered By : XYZScripts.com