کور پاڼه / خبرونه /  امنیتي چارواکي :  وانټ وایګل ولسوالۍ کې ۷۱ وسلوالو ته مرګ ژوبله واوښته
norestan

 امنیتي چارواکي :  وانټ وایګل ولسوالۍ کې ۷۱ وسلوالو ته مرګ ژوبله واوښته

د نورستان ولایت  امنیتي مسؤلینو وايي چې د وسلوالو مخالفینو هغه تهاجمې برید يې په شاتمبولی چې په وانټ وایګل ولسوالۍ يې کړی ؤ او په  ځوابي برید کې افغان ځواکونو وسلوالو مخالفینو ته د سر دروند زیان اړولي دی.

د امنیتي مسؤلینو په وینا  په دغو نښتو کې ۴۵ وسلوال طالبان چې مشهور غړي يې هم پکې شامل دي وژل شوي  او ۳۱ نور شدید ټپيان دي.

دغه برید چې نن سهار وختې د طالب وسلوالو او داعشیانو له لوري ترسره شو د پولیسو او ملي پوځ د سخت مقاومت سره مخ او په پایله کې يې یاده مرګ ژوبله ور واړوله .

په سيمه کې د عامه نظم د اومې لوا څلورم کنډک قوماندان سمونوال عيدالله ترخيل  رسنیو ته وویل: وسله والو طالبانو د داعشيانو سره په ګډه غوښتل دغې ولسوالۍ ته سقوط ورکړي، خو افغان ځواکونو د کلک مقاومت سره مخ شول.

 نوموړي زیاته  کړه په دغه جګړه کې د مخالفينو څخه 45 تنه وژل چې مهم  قوماندانان پکې شامل دي ووژل شول او له ۳۱ زیات يې شدید ټپیان شول.  چې  د وژل شويو جسدونه  د جګړې په سیمه کې پاتې دي .

د اومې لوا د څلورم کنډک قوماندان دا هم وویل : چې په نښتو کې افغان لوري ته  کوم زیان نه دی او ښتې  او  یاده کړې يې ده چې د وسلوالو د برید دمهارولو  لپاره  د ګډو ځواکونو چټک عملیات  او د عامه نظم د پولیسو بیړنۍ ورتګ ددې لامل شو چې وسلوال په شاوتمبول شي او دسر دروند زیان ور واوړي.

 یاده دې وي چې له دې وړاندې هم څو،څوځله وسلوالو مخالفینو په وانټ وایګل ولسوالۍ بریدونه کړې وه چې دغه ورته د سرد زیان اوشتو  له  پلوه تر ټولو  مرګونی ؤ.

دا هم وګورئ

ass

کندوز والي:ولسي بیداري، یووالي او هېواد پالنه د باثباته افغانستان راتلونکی تضمینوي

 کندوز والي نن  یوې لويې جلسې ته چې تر زرو پورې ځوانانو په کې ګډون …

ځواب دلته پرېږدئ