کور پاڼه / ځانګړي مطالب / لغمان کې د نږدې١٣٠٠میلیونه افغانیو بېلا بېلې ټولګټې پروژې روانې دي/ محمد نور
DSC03656

لغمان کې د نږدې١٣٠٠میلیونه افغانیو بېلا بېلې ټولګټې پروژې روانې دي/ محمد نور

مهترلام، ۵ سپټمبر ۲۰۱۷ز : د لغمان ولايت د اقتصاد رياست سرپرست انجنير محمد دين وايي چې همدا اوس په ټول لغمان کې د نږدې ١٣٠٠میلیونه افغانیو په ارزښت د بېلا بېلو ټولګټو پروژو چارې روانې دي. نوموړي په یوه غونډه کې د ولایت پر انکشافي بهیر لنډه رڼا واچوله او ويې ویل چې همدا اوس په لغمان کې د ۴۲ بېلا بېلو ټولګټو پروژو چارې روانې دي. په ۴۲ پروژو کې یوازې ۳۵ پروژې په وروستیو څلورو میاشتو کې پیل شوې دي.

د محمد دین په وینا چې په همدې میاشت کې یواځې د برښنا امریت اړوند د ۱۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه پروژې ګټې ته تیارې شوې دي او همداشان ۳۱۹ میلونه افغانیو په لګښت د بادپښ-مهترلام سرک چارې پیل شوې دي. په هغو پروژو کې چې په لغمان کې روانې دي، د بادپښ سړک جوړول،د سراج کلا رغول، د کرکټ نړیوال لوبغالي جوړول، د سرپټي جمنازیوم، د ځينو ریاستونو لپاره ودانۍ جوړول، د عامه کتابتون جوړول، د لغمان حلقوي سړک جوړول، سلطان غازي بابا ښارګوټي کې د عمومي پارک جوړول، لارو کوڅو جوړول، د کرنیز سیستم د پیاوړتیا چارې، د ښوونځيو جوړول او نورې کارونه شامل دي.

لغمان والي عبدالجبار نعیمي وايي چې ددې پروژو د پیل کولو لپاره یې له بیلا بیلو وزیرانو سره ناستې کړي، هغوی ته یې وړاندیزونه کړي او په کلکه یې ترې د پروژو عملي کولو غوښتنې کړې دي. نوموړی وايي چې په تېرو دوه کلونو کې یې د بیلا بیلو وزارتونو وزیران لغمان ته بللي او دغلته یې ورته پرمختيايي او کاري فرصتونه ورپه ګوته کړي دي. والي نعيمي په یوه غونډه کې د لغمان له ټولو رييسانو غوښتي چې پرمختيايي پروژو تطبیق او شفافیت ته کلکه پاملرنه وکړي او هغه کسان چې په ځانګړي ډول د پروژو د کنټرول دنده لري باید شفافیت حتمي کړي.

نعیمي وايي دا چې ټولګټې پروژې په لغمان کې بهتر ډول روانې دي، تر څنګ یې په ادرو کې د شفافیت، بهترو خدماتو وړاندې کولو او اداري انارشۍ ورکاوي په برخو کې هم مهم ګامونه اخېستي دي. نوموړي خوښي وښوده چې د پروژو په قراردادونو کې د شفافې داوطلبۍ او نورو قانوني پروسیجرونو په بشپړولو سره د بېلابېلو پروژو قراردادونوکې څه له پاسه دوه ویشت میلیونه افغانۍ د دولت بودیجې ته سپما شوې دي. نعيمي وايي چې د ټولګټو پروژو په ساتنه کې باید ولس خپل مسوولیت حس کړي. نوموړی وایي: (( کله چې یوه ودانۍ جوړیږي، خلک دې ورته دا فکر نکوي چې دا پردۍ ده.

دا پروژې د خلکو دي او د خپل مال په شان دې و ساتي.)) یادښت: د دې راپور په چمتو کولو کې له ښاغلي شاه ولي نیازي، د لغمان ولایت مقام مطبوعاتي دفتر او ځينيو نورو سرچینو ګټه پورته شوې ده.

دا هم وګورئ

mo

طالب مشر قطر او متحد امارات وننګول

طالبانو په اختریز پیغام پاڼه کې  په قطر او متحده اماراتو غږ کړی تر څو …

ځواب دلته پرېږدئ