کور پاڼه / ځانګړي مطالب / ناټو: طالبانو ته وایو مونږ په افغانستان کې پاتې کیږو
who

ناټو: طالبانو ته وایو مونږ په افغانستان کې پاتې کیږو

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ، نن د چهارشنبې په ورځ د شمالي اتلانتیک سازمان ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو د دو ورځینو غونډو د پیل لږ وړاندې یو خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل چې طالبانو ته یې پیغام دا دی چې ناټو به په افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره پاتې شي.

سټولټنبرګ وویل “زمونږ پیغام دادی چې مونږ په افغانستان کې پاتې کیږو چې افغان ځواکونه وروزو ترڅو افغان ځواکونه بیا له طالبانو سره جګړه وکړي “.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وویل چې د افغانستان امنیتي وضعیت ستونزمن دی، خو هغه وویل چې افغان امنیتي ځواکونو د حالاتو د خرابیدو مخه نیولې او وسله وال مخالفان په دې نه دي توانیدلي چې د کوم ولایت مرکز ونیسي.

هغه وویل چې تر دریو زرو پورې نوي پوځي روزونکي به د افغان ځواکونو د روزنې لپاره راتلوونکي کال ته افغانستان ته واستوي.

ښاغلي سټولټنبرګ وویل چې ناټو ځواکونه به بیرته پوځي ماموریت ته ورستانه نه شي، خو د افغان ځواکونو د روزنې د ماموریت ترڅنګ د دغو ځواکونو تجهیز او تمویل ته هم دوام ورکوي.

ښاغلي سټولټنبرګ، په افغانستان کې د راروانو ټاکنو په هکله وویل چې دا ځواکونه به د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي، ترڅو دا ځواکونه د ټاکنو لپاره امنیت ټینګ وساتي.

د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیران به نن او سبا ته د شمالي اتلانتیک سازمان ناټو په جوړښت، شمالي کوریا او د افغانستان په مسله په جلا غونډو کې خبرې وکړي.

ټاکل شوې د افغانستان په اړه غونډه به د پنجشنبې په ورځ جوړه شي او په دې غونډه کې به د نږدې درې زرو نوو سرتیرو د هیوادونو ونډه به هم څرګنده شي.

دا هم وګورئ

mo

طالب مشر قطر او متحد امارات وننګول

طالبانو په اختریز پیغام پاڼه کې  په قطر او متحده اماراتو غږ کړی تر څو …