کور پاڼه / خبرونه / لغمان: په ۱۱۱ کورنیو دوه میلیونه نغدي مرسته وویشل شوه
help

لغمان: په ۱۱۱ کورنیو دوه میلیونه نغدي مرسته وویشل شوه

نن د لغمان ولایتد کډوالو چارو رياست په چوکاټ کې د الینګار ولسوالۍ نورلام صاحب درې د کندګل د سیمې پر ۱۱۱   داخلي بې ځايه شويو کورنيو باندې د DRC موسسې لخوا برابره شوې شا وخوا دوه میلونه افغانۍ  نغدي مرسته د ولايت مرستيال والي الحاج شهزاده مظلوميار، د کډوالو چارو رييس انجينر شاکرالله شاکر او د DRC ادارې د مسولينو په لاسونو وويشل شوه. او هرې کورنۍ ته ( ۱۸۰۰۰ ) افغانۍ ورکړل شوې.

د مرستې د ويش په موخه دجوړومراسیمو کې د  ننګرهار د تیرې ورځې  د خونړۍ  برید دقربانیانو پاک روح ته دوعا وشوه او دټپيآنو لپاره د لوی څښتن تعالی له سپېڅلي درباره د بېړنۍ روغتیا هیله وشوه.

د ولایت مرستیال دشویو مرستو له امله د همکارې  د مننې ترڅنګ غوښتنه وکړه چې لازیات په لغمان کې خپل پروګرامونه پراخه کړي. او اړمنو ته پروخت دبشري مرستو په رسولو کې همکاري وکړي.

   د ځوانانو پارلمان غړي حنیف الله شهاب پشه یې بیا له ولایتي ادارې ، کډوالو چارو ریاست او له همکارو موسسو څخه مننه وکړه چې دالینګار ولسوالۍ د نورلام صاحب درې د کندګل د سیمي داخلي بې ځایه شوو کورنیو سره مرسته وکړه

  د کډوالو چارو ریس انجینر شاکر الله شاکر هم په وارسره خبرې وکړې او وه يې ویل (( موږ د ولایتي ادارې په ملاتړ  په دې هڅه کې یو چې کډوالو او داخلي بې ځایه شویو کورنیو لپاره پروخت د همکارو موسسو او بنسټونو په مرسته پروخت بشري او نغدي مرستې ورسؤ.

هغه کورنۍ چې شوې  مرسته یې ترلاسه کړه د خوښۍ څرګندولو تر څنګ یې له ولایتي ادارې ، کډوالو چارو ریاست او له مرستندویه موسسو څخه مننه وکړه چې په دژمي په دې یخو شپو ورځو کې يې ددوی ستونزو ته رسیده ګي وکړه

دا هم وګورئ

prgani

ولسمشر: د سولې راتګ حتمي او نژدې شوی دی

افغان ولسمشر محمداشرف غني کونړ ته د یو ورځني سفر پر مهال وویل، اوس د …