کور پاڼه / راپورونه / کنړ: د امنیتي ځواکونو او داعشیانو ترمنځ سختې نښتې شوي دي
onar

کنړ: د امنیتي ځواکونو او داعشیانو ترمنځ سختې نښتې شوي دي

د کنړ امنیتي چارواکي وايي چې ددغه ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او داعشیانو ترمنځ سختې جګړې شوې   چې له امله يې  درانه تلفات اوښتي دي  .

د کنړ د امنيه قومانداني وياند فريد دهقان دیوې خبري سرچینې سره دخبروپر مهال ویلي چې د څوکۍ ولسوالۍ په جګړه کې ٥٤ داعش وسله والو او ١٩ امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده ،ښاغلی دهقان وايي  چې په دغو نښتو کې ٢٢ داعش وسله وال وژل شوي او ٣٢ نور يې ټپيان دي،د دهقان په خبره  دغو نښتو کې څلور سيمه ييز پوليس هم شهیدان شوي   او  ١٥ سيمه ييز پوليس او پاڅون کوونکي ټپيان شوي دي.

دا هم وګورئ

waz

کندوز: د لس میلیونه ډالرو په ارزښت د شهروان کانال قرار داد لاسلیک شو

د لس میلیونه ډالرو په ارزښت د شهروان کانال قرار داد د اوبو او انرژۍ …