کور پاڼه / خبرونه / ایران: د الوتکې د غورځیدو په پېښه کې ۶۶ تنه وژل شوې
iran

ایران: د الوتکې د غورځیدو په پېښه کې ۶۶ تنه وژل شوې

په ایران کې یوه مسافروړونکې الوتکه چې د تهران مهرآباد هوايي ډګر څخه د یاسوج ښار پر لورې خوځېدلې وه، د دې هېواد په زاګرس غرونو کې نسکوره شوې ده.

ایراني چارواکي تائیدوي چې یوه مسافروړنکې الوتکه د سمیرم په ۱۲۰کیلومټرۍ کې د کهنګان پادنا سیمه کې نسکوره شوې ده.

په دې الوتکه کې ۶۰ تنه مسافر او ۶ تنه کارکوونکي سپاره وه چې ټول وژل شوي دي

د ایران د هوايي چلند بنسټ ویاند، رضا جعفرزاده ویلي دي چې دې الوتکې نن د تهران مهرآباد هوايي ډګر د ایران سویل ختیځ خوا ښار یاسوج پر خوا خوځېدلې وه، نسکوره شوې ده.

په همدې حال کې د ایران پرس ټي وي ویلي دی چې د دې الوتکې ټوله سورلۍ وژل شوې ده.

دا هم وګورئ

ass

کندوز والي:ولسي بیداري، یووالي او هېواد پالنه د باثباته افغانستان راتلونکی تضمینوي

 کندوز والي نن  یوې لويې جلسې ته چې تر زرو پورې ځوانانو په کې ګډون …