کور پاڼه / لوبي / افغانستان له زمبابوې سره نن پنځمه يو ورځنۍ لوبه کوي
afghan

افغانستان له زمبابوې سره نن پنځمه يو ورځنۍ لوبه کوي

ټاكل شوې نن د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له زمبابوې سره خپله پنځمه يو ورځنۍ لوبه ترسره کړي. دغه لوبه د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره کېږي او د کابل پر وخت د ماسپښين درې بجې پيلېږي.

تر دې مهاله د دې لړۍ څلور لوبې ترسره شوې دي چې ۳ يې افغان لوبډلې او يوه هم د زمبابوې لوبډلې ګټلې ده. ننۍ لوبه کې زمبابوې هم وګټي افغانستان د پنځوس اوريزو لوبو جام ګټلی دی ځکه د پنځو يو ورځنيو لوبو له منځه يې درې لوبې ګټلې دي.

افغانستان دغه راز د شل اوريزو لوبو لړۍ هم دوه-صفر له زمبابوې لوبډلې وګټله.

تر دې مهاله د افغانستان او زمبابوې تر منځ د لوبو ګڼې لړۍ شوې دي او ټولې افغانستان ګټلې دي.

دا هم وګورئ

lobe

افغانستان په ۱۵۴ منډو زیمبابوې ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له زیمبابوې څخه لومړۍ ۵۰ اوره مسابقه په ۱۵۴ …