کور پاڼه / ځانګړي مطالب / افغان دوکاندار د ابوظهبي پر ولیعهد عکس ونه پلوره
afghan

افغان دوکاندار د ابوظهبي پر ولیعهد عکس ونه پلوره

 د ابوظهبي ولیعهد او د متحده عربي اماراتو د وسله والو ځواکونو مرستیال اعلي قوماندان شیخ محمد بن زاید النهیان د پنجشنبې په ورځ   د یوه افغان د غالیو پلورنځي ته ورغی چې د شیخ زاید بن سلطان النهیان تور و سپین عکس ورڅخه په بیه واخلي.

شیخ محمد بن زیاد د ابوظهبي په مینا زاید مارکیټ کې د موسي خان دوکان ته د خپل سفر عکسونه څو – څو ځلې ټویټ کړل.

افغان غالۍ پلورونکي د افغاني غیرت له مخې، شیخ زاید ته وویل چې «تاسو د دې هیواد بابا یاست، دا عکس په پیسو ته خرڅوم، د سوغات په ډول یې درکوم.»

موسي خان وویل«دا په پیسو نه دی.»

دا عکس د موسي خان په پلورنځي کې له ۱۹۹۴ څخه ځوړند و.

دا هم وګورئ

mo

طالب مشر قطر او متحد امارات وننګول

طالبانو په اختریز پیغام پاڼه کې  په قطر او متحده اماراتو غږ کړی تر څو …