کور پاڼه / خبرونه / د ننګرهار د حج او اوقافو رئیس د مړینې په اړه د کندوز والي د خواشینۍ پيغام
۱۳۹

د ننګرهار د حج او اوقافو رئیس د مړینې په اړه د کندوز والي د خواشینۍ پيغام

په ډيرې خواشېنۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې بې رحمه او ناروا دښمن د سیمې او هېواد یو ستر جید دیني عالم او د ننګرهار ولایت د ارشاد حج او اوقافو رئیس مولوی عبدالظاهر حقاني  په یو ترویستي برید کې د خپل یوتن  ساتونکي سره په شهادت ورساوه.

انالله واناالیه راجعون

مولوی عبدالظاهر حقاني  د اسلامي امت یو ستر جید دیني عالم وو،زمونږ د ټولنې یوه ستره معنوي پانګه او یوداسې لارښود شخصیت وو چې ټولنه یې روښانه کړې وه  او همیش يې ټولو   ته د  اسلام مبین دین په رڼا کې د یووالي پيغامونه ورکړي وه.

د کندوزد اداري او ولسونو په استازیتوب  د دښمن دغه ډول وحشي عمل په سختو ټکو غندم.د مولوی صاحب عبدالظاهر حقاني کورنۍ،دوستانو او د ننګرهار شریف ولس ته خپل دخواشېنۍ  او تسلیت مراتب وړاندې کوم او هغه هېواد وال چې په همدې تروریستي برید کې ټپيآن شوي دي د لوی څښتن تعالی له سپيڅلي دربار څخه ورته د عاجلي روغتیا هیله کوم .

تروریستان جنګې مجرمین دي، دوی همیش په دا ډول بریدونو سره ولس او خلکو ته خپله کرغیړنه او جنایتکاره څېره ښودلې او دايې په ډاګه کړې چې ددوی کړنې او عملونه دبشریت ضد او نه بخښلو دي.

په  درناوي

عبدالجبار نعیمي

د کندوز والي

دا هم وګورئ

ass

کندوز والي:ولسي بیداري، یووالي او هېواد پالنه د باثباته افغانستان راتلونکی تضمینوي

 کندوز والي نن  یوې لويې جلسې ته چې تر زرو پورې ځوانانو په کې ګډون …