کور پاڼه / راپورونه / کندوز والي:د کندوز هره اداره دې د ولس غوښتنو ته رسیده ګي وکړي 
meteaing

کندوز والي:د کندوز هره اداره دې د ولس غوښتنو ته رسیده ګي وکړي 

د کندوز والي عبدالجبار نعیمي دا څرګندونې نن په اداري جلسه کې وکړې او ټولو رئیسانو ته يې لارښوونه وکړه چې دخلکو غوښتنو ته رسیده ګي وکړي او هم دې په چارو کې د کاغذپرانۍ او غیر حاضرۍ مخنیوي، د مراجعینو چارو ته پر خت د رسیده ګۍ، مکافاتو او مجازاتو اصل رعایت او خلکو ته دې قانونمند او ځواب ویونکي خدمات وړاندي کړي.
د ولایت رهبري همداراز ټولو اداري رئیسانوته لارښوونه وکړه چې په ډير جدیت سره په چارو کې دمثبت بدلون،اداري نظم،د ولسمشر د حکمونو او فرامینو دتطبیق لپاره کار وکړي.
ښاغلي نعیمي ادارې رئیسان مکلف کړل چې د دولت او ولس ترمنځ د واټن ختمولو لپآره له ځانګړو لار چارو او نېکو برخوردونو ګټه پورته کړي
د ولایتي ادارې رهبري په دغه ولایت کې میشتو قومونو او خلکو ته یو شان خدمات وړاندې کول خپل لومړیتوب یاد کړ او له ټولو رئیسانو يې وغوښتل چې په پوره صداقت ،رښتینولۍ او وطندوستۍ سره ورسپارل شوي مسؤلیتونه ترسره کړي او په ټولییزه توګه دې د فکري رغونې لپاره اغیزمنې کړنې ترسره کړي.
د ولایت مشرتابه همداراز د وخت پر مدیریت ټینګار وکړ او له ټولو رئیسانو يې وغوښتل چې په ډیر جدیت سره د مراتبو سلسله رعایت،خلکو ته اساسي خدمات ترسره،کاري پلانونه ترتیب او هم تر شخصي ګټو ملي ګټو ته ډیر لومړیتوب ورکړي.
کندوز والي زیاتوله،فرد،فرد مسؤلیت لري چې د نظام دتقويې،د امنیت په تامین او متوازن انکشاف ته د لازیاتې زمېنې په برابرولو کې اساسي رول ولوبوي، ترڅو د کندوز نوم چې جګړو سخت زیانمن کړی یو ځل بیا روښانه او دغه ولایت د مرکز ترڅنګ د ټولو مرستندویانو دپاملرنې وړ وګرځي.

دا هم وګورئ

waz

کندوز: د لس میلیونه ډالرو په ارزښت د شهروان کانال قرار داد لاسلیک شو

د لس میلیونه ډالرو په ارزښت د شهروان کانال قرار داد د اوبو او انرژۍ …