کور پاڼه / ځانګړي مطالب / داسې کښتۍ جوړه شوه چې بېخي نه غرقېږي
sh

داسې کښتۍ جوړه شوه چې بېخي نه غرقېږي

د کښتو او لويو بېړيو د غرقېدو خبرونه به مو ډېر اورېدلي وي، په دې وروستيو کې خو به له داسې خبرونو سره بېخي اشنا ياست چې په کډوالو بار بېړۍ ډوبه شوې او کڼ شمېر کسان پکې مړه شوي دي، خو تر دې وروسته به داسې نه کېږي.

د ايرلېنډ ماهرانو اوس يوه داسې کښتۍ جوړه کړې ده چې سخت سمندري توپانونه يې هم نه شي غرقولای او له خونړيو څپو څخه هم ځان خوندي ايستلای شي.

دغه کښتۍ تنډرچايلډ نومېږي او که غرقه هم شي، بېرته ځان سموي او د اوبو سر ته راخېژي.

ايرلېنډي ماهران وايي، تنډرچايلډ به په سختو سمندري توپانونو کې د غرقو شويو کسانو ژغورنې ته ځي او د اوبو له منځه به يې راباسي.

دوی وايي، که کومه تونده څپه راشي او تنډرچايلډ چپه هم کړي، دا کښتۍ بېرته ځان په خپله سموي او ډوبېږي نه.

سرخط ورځپاڼه

دا هم وګورئ

mo

طالب مشر قطر او متحد امارات وننګول

طالبانو په اختریز پیغام پاڼه کې  په قطر او متحده اماراتو غږ کړی تر څو …