کور پاڼه / لوبي / د کریکټ د ننۍ بریا په اړه د کندوز والي د مبارکۍ پيغام
afghan

د کریکټ د ننۍ بریا په اړه د کندوز والي د مبارکۍ پيغام

افغان لوبغاړي سخت هدفونه ترلاسه کولی شي.

لومړی ټولو ته د کریکټ د ننۍ سترې بریا مبارکي وایم،دافغانستان کریکټ ملي لوبډلې یوځل بیا نړۍ ته وښودله چې دوی سخت هدفونه ترلاسه کولی شي. د کریکټ اتلانو او دسولې سفیرانو په دغه بریا سره د هېواد والو  په شونډو دخوښيو موسکا خوره کړه.

افغان کریکټ ملي لوبډله نن وتوانیده چې ایر لینډ ته په ماتې سره د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سیالیو ته لار ومومي ،د کندوز د ادارې او ولسونو په استازیتوب یو ځل بیا ټولوهېواد والو ته ددې سترې او تاریخي بریا مبارکي وایم

مبارک موشه.

په درناوي

عبدالجبار نعیمي

د کندوز والي

دا هم وګورئ

lobe

افغانستان په ۱۵۴ منډو زیمبابوې ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له زیمبابوې څخه لومړۍ ۵۰ اوره مسابقه په ۱۵۴ …