کور پاڼه / ځانګړي مطالب / ګل پاڼه :په سجدوکې مې دسولې دوعا وکړه
Untitled

ګل پاڼه :په سجدوکې مې دسولې دوعا وکړه

د پښتو ژبې مشهوره هنرمنده اوس مهال د عمرې د ترسره کولو لپاره سعودي عرب ته تللې او د مکې په ښار کې مېشته ده. نوموړې له يوې رسنۍ سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې په خپلو عبادتونو کې د ټولو انسانانو او په خاصه توګه د پښتنو لپاره دعاګانې غواړي او له خداى پاک څخه يې تل دا دعا کړې، چې د پښتنو په سيمه کې امن راولي.

نوموړې همدا راز ويلي دي، چې سندرې ويل يې هنر دى، خو د يوې مسلمانې پښتنې په حېث د خپل رب د راضي کولو څخه هم غافله نه ده او کله چې هم ستړې شي، نو د خداى پاک په عبادت کې څو لحظې په سکون کې تېروي.

ګلپاڼه يوه وتلې سندرغاړې ده، چې د نړۍ په هر ګوټ کې يې پښتانه مينه وال شته. نوموړې يوه تعليميافته سندرغاړې هم ده او په راتلونکې کې دا پلان هم لري، چې د خېر ښېګړې يوه اداره فعاله کړي، تر څو د بې وزله پښتنو خدمت وکړي.

نوموړې په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې د عمرې کولو لپاره يې خپل ټول کارونه ځنډولي دي او د الله پاک در ته راغلې، تر څو د خپلو ګناهونو بخښنه ترې وغواړي او د پښتون وطن د سولې لپاره هم دعاګانې غواړي

دا هم وګورئ

mo

طالب مشر قطر او متحد امارات وننګول

طالبانو په اختریز پیغام پاڼه کې  په قطر او متحده اماراتو غږ کړی تر څو …