کور پاڼه / ځانګړي مطالب / پاکستان وايي، په لنډ وخت کې به د برښنا په برخه کې تر افغانستان شا ته شي
2-11

پاکستان وايي، په لنډ وخت کې به د برښنا په برخه کې تر افغانستان شا ته شي

 د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اندېښنه ښکاره کړه چې د برښنا په برخه کې به په لنډ راتلونکي کې د افغانستان حالت تر پاکستان ښه شي.

د ګلف ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسان اقبال د یکشنبې په ورځ /اپریل۱/ په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، د نوازشریف په مشرۍ د پاکستان مسلم لیګ ګوند د انرژۍ د ستونزه حل کولو او د چین – پاکستان د اقتصادي کوریدرو عملي کولو ته لومړیتوب ورکړی دی.

ده همداراز وویل چې د سي پیک یا د چین – پاکستان د اقتصادي کوریدور له پیلېدو سره نړیوالو پاکستان ته له بل نظره وکتل.

پاکستان د برښنا له جدي ستونزې سره مخامخ دی خو دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د اوس لپاره له خپلو شمالي ګاونډیو هیوادونو څخه، چې د برښنا او انرژۍ پرېمانه سرچینې لري، د برښنا واردات پیل کړي او تمه لري چې د دغو هیوادونو برښنا او ګاز به پاکستان او هندوستان ته هم صادر کړي.

د افغانستان ولسمشر پرون /یکشنبه/ په پکتیا کې د دغه ولایت او خوست لپاره د ۲۲۰ کیلو ولټ برښنا سب سټېشن یا برښناکوټ پرانیست.

دا هم وګورئ

mo

طالب مشر قطر او متحد امارات وننګول

طالبانو په اختریز پیغام پاڼه کې  په قطر او متحده اماراتو غږ کړی تر څو …