کور پاڼه / خبرونه / کندوز:په خان اباد ولسوالۍ کې خونړۍ شخړه په سوله بدله شوه:
s

کندوز:په خان اباد ولسوالۍ کې خونړۍ شخړه په سوله بدله شوه:

د خان آباد ولسوالۍ په غجیرخانه، ابله چشمه او ارجال کلیو ترمنځ د تیرو ۶ کلونوراپدیخوا د مالچر او ځنګلونو پرسر شخړه چې د دواړو خواو څخه پکې د ځوانانو وینې تویې شوې وې ، دولایت رهبري په لارښوونه  د خان آباد ولسوالۍ د ولسوال، ولایتي شورا او مشرانو  په هلوځلو د یوې جرګې په ترڅ کې حل او په سوله بدله شوه  او ښکیلو غاړو  یو بل ته د ورورۍ لاسونه ورکړل .

دغونډې منځګړو سوله غوښتونکو په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته په وار سره د سولې پر ارزښت، اتحاد او اتفاق هر اړخیزې خبرې وکړې، چې وروسته د غجیرخانې، ابله چشمې او ارجال سیمو اوسیدونکو چې له شپږو کلونو راپدیخوا يې یو دبل سېنې ته ټوپکونه نیولې وه ژمنه وکړه چې  له دې وروسته به لکه د ورورڼو ژوند کوي او هیڅکله به یو دبل پروړاندې سوله ضد حرکت نه ترسره کوي.

د شخړې ښکیلو غاړو په تیرو ۶ کلنوخونړیو لانجو سخته خواشېنۍ وښوده او یاده يې کړه چې  دخپلو ځوانانو په بېځایه وژل کیدو سخت خواشیني دي.

دا هم وګورئ

poli

کندوز والي:  دپولیسو مسلکې روزنې ته دې ځانګړې توجه وشي

کندوز والي نن په دغه ولایت کې د ملي پولیسو دروزنیز مرکز له استادانو سره …