کور پاڼه / خبرونه / بغلان: په یوه کور کې چاودنه ۱۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې
afgh33

بغلان: په یوه کور کې چاودنه ۱۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

په بغلان ولایت کې د وسله والو طالبانو اړوند د یو ډلمشر په کور کې د ماین چاودنه لږ تر لږه ۱۴ تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي، پیښه د ډنډ شهاب الدین اړوند د وردګو په کلي کې رامنځته شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې یو شمېر وسله وال د ګل احمد په نوم د وسله والو طالبانو ډلمشر په کور کې راغونډ شوي وو، چې پیښه رامنځته شوه.

د شاهین قول ارد په وینا، د چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه ۹ تنه وسله وال وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.

 دولت ضد وسله والې ډلې اکثراً له امونیم نایټریټ څخه د سړک په غاړې په ماینونو کې کار واخلي په داسې حال کې چې افغان چارواکي وایي په دغو بریدونو کې اکثرا عام وګړي وژل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما وایي د ۲۰۱۷ میلادي کال په ترڅ کې د تاوتریخوالو له امله لږ تر لږه ۳۴۳۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي.

یوناما په خپل نوې راپور کې لیکلي، چې تېر کال د بېلا بېلو تاوتریخوالو له امله لږ تر لږه ۷۰۱۵ ملکي وګړي ټپیان هم شوي چې ډیری یې د ځانمرګي بریدونو او د ځای پر ځای شوې چاودېدونکو توکو د چاودنو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او یا هم ژوبل شوي دي.

دا هم وګورئ

poli

کندوز والي:  دپولیسو مسلکې روزنې ته دې ځانګړې توجه وشي

کندوز والي نن په دغه ولایت کې د ملي پولیسو دروزنیز مرکز له استادانو سره …