کور پاڼه / لیکنې / پاکستان شیطاني کړنو ته نوې بڼه ورکړې
Untitled

پاکستان شیطاني کړنو ته نوې بڼه ورکړې

  یو له هغو ګاونډیو هېوادونو چې تل یې په ګاونډیتوب کې په کاڼو ویشتلي یوو، پاکستان دی، د پاکستان څارګرې شیطاني ادارې (آی اس آی) په خپل ټول توان تل هڅه کړې خپلې شیطاني دسیسې او چالونه وخت په وخت نوي کړي، خپلې شیطاني څېرې ته د یوه او بل نوم تر عنوان لاندې قانوني بڼه ورکړي او زموږ پر لور د خپل بویګین او خوسا  فکر غونډاري ګوزار کړي.

  د پاکستان د ای اس ای  ادارې شیطاني کړنې نوې مخينه نه لري؛ بلکه دغه اداره له رامنځته کېدو نه تر ننه په افغان وژنه کې ستر او لوی لاس لري، د دې ادارې لومړنی کار دا دی چې افغان حکومت تخریب او کمزوری کړي، دجګړو ډکر ګرم وساتي، د سولې پروسه په هر وخت او زمان کې تخریب او ماتې سره مخ کړي، افغانان په خپلو کې سره وجنګوي او په دې توګه د ډیورنډ فرضي کرښه چې افغانانو ته  په هېڅ ډول د منلو نه ده او دا دهر افغان داعیه ده، په یو ډول نه یوډول پر افغانانو ومني، له اوبو مو ګټه پورته کړي او په سیمه کې د خپل نفوذ ژرړې د سخت دریځو ډلو په تقویې او پاللو سره خوندي وساتي، زموږ په نارامۍ کې له نړیوالو مالي او نظامي ګټې ترلاسه کړي او په موږ د خپلې خوښې حکومت وتپي.

  که موږ لږ ځير شو نو ویلی شو، چې د روسانو له ماتې وروسته د سولې پروسه د پاکستان د خوښې سره سم له ماتې سره مخ او هېواد مو د پاکستان په لاسوهنه او مخامخ مداخلې په کورنیو جګړو کې راګېر شو، اوس هم وینو چې په ښکاره ډول د جګړې د ډګر د ګرم ساتلو لپاره له هېڅ ډول لاسوهنې او مداخلې نه لاس نه په سر کیږي.

   خبره راځنې اوږده شي، را به شم دېته چې په دې لنډ وخت کې پاکستان د بهرني او کورني سیاست په ډګر کې سخت له ماتې سره مخ شوی، بهرنۍ مرستې پرې بندې او  نړیوال ذهنیت یې په تړاو بدل شوی؛ نو ځکه یې اوس د دغه ذهنیت د جوړولو په موخه نوي شیطاني لارې غوره کړي دي.

  په پښتنو د دوی د اوږدې مودې ظلم او تیری، چې خپل اخري حد او مرز ته رسېدلی و، نن د دغو پښتنو د انقلابي څپو او حق غوښتنې چغې د پاکستان د حکومت او څارګرې ادارې د زړونو ستنې ولړزولې، هغه یې کاواکه کړې، د دوی د چوپتیا په پار یې هڅې ناکامه شوې او پر وړاندې یې پاتې راغلل.

  پر کونړ او د هېواد په نورو برخو یې له اوږدې مودې را په دېخوا ړندې ګولۍ راورولې؛ خو په دې ورستیو کې یې دغو ړندو بمباریو ته دومره زور ورکړ، چې په یوه شپه کې یې د راتوغول شویو مرمیو شمېر تر ۶۰۰ ورسېد، په هغې یې هم زړه سوړ نه شو؛ بلکه طیارو یې هم د کونړ پر سیمو بمبارۍ وکړۍ.

   تېره ورځ( یکشنبه) یې د خوست ولایت د ځاځیو میدان ولسوالۍ سیمو کې مخامخ یرغل وکړ، چې د افغان امنیتي ځواکونو او د سیمي میړني ولس له سخت غبرګون سره مخ او د مړو تر څنګ یې ژوندي هم افغانانو ته په لاس ورغلل.

  اوس پوښتنه دا ده، چې پاکستان دغه نوې شیطاني کړنې او سپین سترګي د کومو موخو لپاره تر سره کوي؟ وړاندې مې وویل، چې پاکستان د رامنځته کېدو له لومړنۍ ورځې تر ننه زموږ پر وړاندې نه ښه نېت درلودلی او نه یې زموږ سره یوه شیبه هم په خپلو کړنو کې د مثبت فکر په اړه غور کړی؛ خو نوې کړنې او سپین سترګي یې د هغو شیطاني دسیسو یو جال دی، چې دوی په کورني سیاست کې هم پاتې راغلل، د پښتنو د چغې ملاتړ تر بل هر چا په افغانسان کې ډېر بدرګه شو، د دې چغې ملاتړ و شو او د دوی د حق غوښتنې ننګه یې وکړه.

  د پاکستان څارګره اداره چې د دې چغې په کرارولو کې پاتې راغله او د حق غوښتنې د چغې پر وړاندې په ګوڼدو شوه؛ نو بله لار یې غوره کړه او هغه دا چې اوس نو په مخامخ ډول د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته پراته قومونه سره په خپلو کې وجنګوي او د دې لارې د پښتون ژغورنې غورځنګ د لا پرمختګ مخه ډب او مبارزه یې کمرنګه کړي؛ خو دایې له پامه غورزولي، چې د دوی شیطاني کړنې نور نړۍ او نړیوالو ته ښکاره او بربنډې دي، نور نو د دوی د شیطاني جالونو په لومو کې د دوی لپاره د چا د ګېرېدو چانس نشته .

لیکنه: نظیف الله نظیف

دا هم وګورئ

da

د کندز د هر اړخيزې رغونې په لور لومړی ستر عملي ګام

په تېرو ديارلس کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د کندز خاوره په خپله …