کور پاڼه / خبرونه / کندوز والي:د دولت هرمامور دنظام او قانون د پریکړو په تطبیق او خلکو ته په خدمت مکلف دی :
IMG_7934

کندوز والي:د دولت هرمامور دنظام او قانون د پریکړو په تطبیق او خلکو ته په خدمت مکلف دی :

کندوز والي داڅرګندونې نن ادارې جلسې ته د وینا پرمهال وکړي،ښاغلي نعیمي پيلیزو خبرو کې پلازمینې کابل ته دخپل وروستي سفر،لیدنو او د دغو لیدنو وروسته کندوز ولایت ته دبېلابېلو وزارتونو او حکومت د لوړ پوړو پلاؤ د راتلو او دلته په هر اړخیزو برخو کې له نږدې د ستونزو،غوښتنو او وړاندیزنو د اوریدو او اقداماتو په اړه معلومات ورکړل او ادارې يې مکلفې کړې چې په اړوند برخو کې د مثبت بدلون،خلکو ته د رغنده خدماتو په وړاندې کولو، د غیر حاضرۍ او په چارو کې دبېځایه ځنډ او خنډ څخه دمخنیوي، دنظام دپریکړو او قانون د تطبیق،عدالت او شفافیت اصل رعایت ته جدي پاملرنه وکړي او په ټول قوت سره د هر ډول غیر قانوني عمل دمخنیوي پروړاندې دمسؤلو ادارو سره په همکارۍ ګام پورته کړي.
کندوز والي همداراز ټولو سکتورې ادارو ته لارښوونه وکړه چې د مالي کال منظوره شوې اختیاري بودجه را نتقال او پلان شوې منظورې شوې پروژې پرې تطبیق کړي او په ټول قوت سره اړوند برخو کې دمثبت بدلون او بهبود لپاره کار وکړي.
د ولایت رهبري ادارې جلسې ته دخپلې ارزښتمنې وینا په پای کې یو ځل بیا د قانون او عدالت په تامین،د غیر قانوني کړنو،اختطاف، دنشه يي توکیو د کارونې په مخنیوي ،فکرې رغونې،اداري پياوړتیا او خلکو ته د رغنده خدماتو پروړاندې کولو ټینګار وکړ او له ټولو يې وغوښتل چې د ټاکنو لپآره د ولسي ملاتړ د راخپلولو په برخه کې اساسي کار وکړي او ټاکنو کې له هر ډول مداخلي ډډه وکړي.

دا هم وګورئ

poli

کندوز والي:  دپولیسو مسلکې روزنې ته دې ځانګړې توجه وشي

کندوز والي نن په دغه ولایت کې د ملي پولیسو دروزنیز مرکز له استادانو سره …