کور پاڼه / راپورونه /  د جګړو په ۴۰ زیانمنوشویو کورنیو دوه میلیونه،دوه سوه پنځوزره افغانۍ  نغدي مرسته  وویشل شوه
IMG_7889

 د جګړو په ۴۰ زیانمنوشویو کورنیو دوه میلیونه،دوه سوه پنځوزره افغانۍ  نغدي مرسته  وویشل شوه

نن د ملي یووالي حکومت د اجرائیه ریاست د حکم پراساس  په  هغو ۴۰ کورنیو چې په جګړو کې يې دکورنۍ غړي ټپيآن او یا شهیدان شوې وه رالیږل شوې دوه میلیونه ،دوه سوه او پنځوس زره افغانۍ نغدي مرسته وویشل شوه.

په شوې مرسته کې ۵ کورنۍ دشهیدانو ورثه او ۳۵ نور دټپيانو کورنۍ شاملې وي،چې رسماً ورته رالیږل شوې مرسته  د ولایت مقام لخوا چې د اجرائیه ریاست سلاکارانو يې هم ملتیا کوله وویشل شوې.

په دغه نغدې مرسته کې دهر شهید کورنۍ ته سل زره او دهر ټپي کورنۍ ته پنځوس زره افغانۍ ورکړل شوي.

د کندوز  ولایتي اداره ژمنه ده چې دجګړې زیانمنوشویو ،داخلي بېځایه شویو،بې وزلو،یتیمو او کونډو ته پر وخت بشري او نغدي مرستې ورسوي او دهغوی سره خپلې انساني خواخوږي او همکاري وکړي.

دا هم وګورئ

waz

کندوز: د لس میلیونه ډالرو په ارزښت د شهروان کانال قرار داد لاسلیک شو

د لس میلیونه ډالرو په ارزښت د شهروان کانال قرار داد د اوبو او انرژۍ …