کور پاڼه / راپورونه / ننګرهار: برید د ۹ تنو په شهادت او د ۳۶ تنو په ټپي کیدو پای ته ورسید
Snapshot(2)

ننګرهار: برید د ۹ تنو په شهادت او د ۳۶ تنو په ټپي کیدو پای ته ورسید

نن غرمه ۱۲ بجي او ۵۰ دقيقي لومړۍ د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د مستوفیت ادارې ته څيرمه لومړی موټر بم برید شوي او وروسته يو شمیر بریدګر د مستوفیت ودانۍ ته ننوتي ول چې تر اوسه يي جګړه وکړه

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي رسنیو  ته وویل چې په دغه څو ساعته جګړه کې ۹ تنه شهیدان شوي چې په شهیدانو کې ملکیان ، د مستوفیت دولتي مامورين او سرتیري شامل دي .

د نوموړي په خبره همدراز په دغه پېښه کې ۳۶ تنه ژوبل شوي چې په ژوبلو کسانو کې د شپږو تنو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شو يدي .

هغه دا هم وویل چې په ژوبلو کسانو کې کوچنیان هم شامل دي  کوم چې د دغې سيمي څخه د تېریدو په حال کې وه

خوګياڼې زیاتوي نښته دا مهال پای ته رسیدلي خو لاهم سیمه نه ده تصفیه شوي او افغان ځواکونه د سيمي په تصفیه کولو بوخت دي

تر دي دمه د دغې پېښي مسولیت کومې وسله والي ډلي نه دي منلي

دا هم وګورئ

waz

کندوز: د لس میلیونه ډالرو په ارزښت د شهروان کانال قرار داد لاسلیک شو

د لس میلیونه ډالرو په ارزښت د شهروان کانال قرار داد د اوبو او انرژۍ …