کور پاڼه / خبرونه / کندوز والي :موږ ته دخپلو خلکو خوندیتوب او ژوند لومړیتوب دی :
IMG_8664 - Copy

کندوز والي :موږ ته دخپلو خلکو خوندیتوب او ژوند لومړیتوب دی :

کندوز والي عبدالجبار نعیمي  دښاروالۍ د مشورتي شورا د اداري تعمیر د پرانیستي په مراسمو کې  د انسان تښتونې پېښو ته په اشارې وویل(( موږ ته دخپلو خلکو ژوند او خوندیتوب لومړیتوب دی، ټولو کشفي  او امنیتي ارګانونو ته مو لارښوونه کړې چې په بشپړ جدیت او قوت سره  د غلو،وران کارو،انسان تښتونکو ،قاچاقبرانو او تروریستانو د هر ډول غیر قانوني او تروریستي کړنو د مخنیوي لپآره شپه ورځ کار وکړي او هغه ډلې او ګروپونه دستګیر کړي چې عامه نظم تخریبوي او په خلکو کې دوحشت او دهشت ویره خوروي.))

کندوز والي په ټولنیز نظم،پرمختګ او د امنیت په ساتنه کې د خلکو همکاري مهمه او اغیزمنه وبلله او یاده يې کړه چې د شته ستونزو د لرې کولو او د سرتاسري امن دټېنګښت په موخه دې  خلک د ملي دفاعي،امنیتي او کشفي ارګانونو سره اوږه پر  اوږه کار وکړي او دهغوی سره دې دهر ډول غیر قانوني کړنې د مخنیوي په خاطر پر وخت معلومات شریک کړي.ترڅو د خاورې،نظام او خلکو دښمنان ونه توانیږي چې په خپلوشومو او کرغیړنو پلانونو سره  زموږ خلک نارامه او ټولنیز نظم له ستونزو سره مخ کړي.

کندوز والي همداراز وویل(( د دولت هر مامور خلکو ته په خدمت مکلف دی او باید په بشپړ صداقت ،ایماندارۍ او وطني مینې سره خدمت وکړي.هغوی چې په چارو کې ټمبلي،غفلت او بې پروايي کوي لارښوونه  ورته کیږي چې په خپلو چارو کې مثبت بدلون  راولي کنه د قانوني پوښتنو ګرویګنو سره به مخ شي.))

دا هم وګورئ

ass

کندوز والي:ولسي بیداري، یووالي او هېواد پالنه د باثباته افغانستان راتلونکی تضمینوي

 کندوز والي نن  یوې لويې جلسې ته چې تر زرو پورې ځوانانو په کې ګډون …