کور پاڼه / ځانګړي مطالب / اوربند کې ښار ته تللی طالب څومره بدل شوی؟
tali

اوربند کې ښار ته تللی طالب څومره بدل شوی؟

گارډين ورځپاڼې ليکلي د طالبانو مشرتابه شورا پرون د ولسمشر غني د وړانديز په تړاو سره جرگه شول او د شورا سره نژدې کسانو ورځپاڼې ته ويلي په ښارو نو کې خوښيو او لمانځنو د طالبانو مشران سخت حيران کړل.

د ورځپاڼې په وينا دغو انځورونو په ځانگړې توگه د ملا عمر زوى ملا يعقوب ويرولى و.

د نوموړي ثبت شوى غږ ورځپاڼې ترلاسه کړى چې وايي طالب وسلوالو ته له افغان ځواکونو سره د کتنې او راشه درشې اجازه نه وه ورکړل شوې او دا د اوربند له شرايطو بشپړ سرغړونه وه.

د طالبانو يوه لوړ پوړي چارواکي ويلي د دوى مشرتابه د د سولې په پلوۍ د خپلو وسلوالو د ليکو فشارونه احساسوي او راتلونکي اختر کې پر لس ورځني اوربند غور کوي.

خو دغه چارواکي دا هم زياته کړې چې ولسمشر غني د امريکايي ځواکونو د وتلو په تړاو مشخصې خبرې ونه کړې او دوى له دې امله ناهيلي شوي دي. دى وايي که هغه د ځواکونو د وتلو لپاره يو مهالوېش ټاکلى وى نو د اوربند د غځولو لپاره به ښايي ليوالتيا ډېره شوې وه.

د محمد الله په نامه يوه طالب وسلوال ورځپاڼې ته ويلي “د اوربند د نه غځېدا خبر ډېرو طالبانو لپاره يو گوزار و.

ده ويلي زرگونه طالبان د اوربند د غځېدا پلويان دي.

د ده په وينا چې ښار ته لاړ هلته جوماتونه له خلکو ډک وو او د اسلامي باورونو پر ضد يې هېڅ راز کړنه ونه ليده.

هغه ويلي له درې خوږو ورځو وروسته بيا وينې بهېدو ته ستنېدل عجيب ښکاري.

نوموړی زیاتوي، سوله له جګړې سره کله پرتله کېدلی شيږ

ورځپاڼه وايي پر طالبانو د ولسي وگړو فشار په ډېرېدو دى.

نيويارک ټايمز “د اوربند له ختمېدو سره لنډمهالي ملگري سره غاړې وتل او بيا جگړې ته ستانه شول” تر سرليک لاندې يو مطلب خپور کړى.

ورځپاڼه وايي تېره ورځ د لمر له پريوتو سره طالب وسلوال محمد اسلام د کندزچاردرې ته پر لار دغې ولسوالۍ ته پر غځېدلي پله خپل موټر سايکل ودراوه او د پله مسوول پوليس افسر محمد ادريس يې په غيږ کې ونيو.

ورځپاڼه وايي ډېر ژر به دغو دواړو ته د بريد او له ځانه د دفاع لارښوونې وشي.

خو دوى د لنډې شيبې لپاره پر پله يو بل سره مخه ښه وکړه او هغوى له جگړې پرته د يو بل ممکن حقيقت هم تجربه کړ.

٢٢ کلن محمد اسلام چې له دريو کلونو راهيسې له طالبانو سره دى، له تلو وړاندې وويل “ما کباب او شيريخ وخوړل، پوليسو او د ملي پوځ سرتېرو ته غاړې وتم. ډېر يې خوند وکړ. خلک په سوله کې خوښ و، د جگړې هېڅ گټه نشته، ټول زيانونه دى.”

د ورځپاڼې په وينا افغان حکومت د يکشنبې په ورځ خپلې وروستۍ هڅې وکړې چې طالبان د اوربند غځولو ته قانع کړي خو پايله يې نه درلوده.

د رپوټونو پر بنسټ طالبانو په پاکستان کې د خپل مشرتابه سره له اوږدو کتنو وروسته د جگړې د بيا پيلولو اعلان وکړ او خپلې ويناوې يې بيا تکرار کړې چې يوازې امريکايانو سره به مخامخ خبرې کوي او بهرنيان بايد له افغانستان ووځي

ټايمز اف انډيا:

ټايمز اف انډيا ورځپاڼې افغانستان کې د اوربند د ختمېدا او د جگړې د بيا پيلېدو په تړاو ليکلي چې ځينې افغانان له دې امله په اندېښنه کې دي چې ځينې طالب وسلوال به ښايي اوس هم په ښارو نو کې پاتې وي.

ورځپاڼه وايي د اوربند له پيلېدا وړاندې ځيني په محتاط ډول خوشبين وو چې په برياليتوب د اوربند له پلي کېدو سره ښايي د سولې د خبرو اترو له بهير سره مرسته وشي خو اوس روښانه شوه چې په طالبانو کې هم ټول د دولت او طالبانو ترمنځ د ښو اړيکو د رامنځته کېدو پلويان نه دي.

بي بي سي پښتو

دا هم وګورئ

mo

طالب مشر قطر او متحد امارات وننګول

طالبانو په اختریز پیغام پاڼه کې  په قطر او متحده اماراتو غږ کړی تر څو …