کور پاڼه / راپورونه / کندوز والي:څوک چې دهېواد  داساسي قانون او دنظام دپالیسیو ضد کړنې ترسره کوي یاغیان دي
IMG_3485 (3)

کندوز والي:څوک چې دهېواد  داساسي قانون او دنظام دپالیسیو ضد کړنې ترسره کوي یاغیان دي

نن د کندوز والي عبدالجبارنعیمي په مشرۍ امنیتي جلسه چې د ملي دفاع وزارت اوپراتیفي هیئت مسؤل تورنجنرال دادان لونګ،دملي  اردو دپامیر ۲۰ فرقې قوماندان،دملي امنیت رئیس،امنیه قوماندان دپوله ساتو او عامه نظم ځواکونو قوماندانانو او مسؤلینو پکې ګډون درلود ترسره شوه.

کندوز والي دمسؤلینو دهر اړخیزو راپورنو،پلانونو او پېشنهادونو تر اوریدو وروسته وویل ((  هیڅوک حق نه لري چې  د اساسي قانون،دنظام دپالیسیو او دهېواد د جلالتماب جمهور رئیس د حکمونو ضد کړنې ترسره کړي،هغوی چې دا ډول حرکات او کړنې ترسره کوي یاغیان دي او  پروړاندې دې ګډ امنیتي ارګانونه  په بشپړه همغږۍ او مسؤلیت سره جدي اقدامات ترسره کړي.))

کندز والي زیاتوله(( موږ ته د کندوز امن لومړیتوب او خورا مهم دی،ګډ امنیتي ارګانونه دې په پوره قاطعت سره له هرې اغیزمنې لارې په ګټې اخیستنې د دغه ولایت دامن لپاره کار وکړي او قدم په قدم دې د امنیت لمن پراخه او د مخالفینو دشومو فعالیتونو او تحرکاتو مخنیوی وکړي او خپلو  تعرضي بریدونو ته دې شدت ورکړي.))

   په دغه ناسته کې دنورو ځانګړو تصامیمو دنیولو ترڅنګ ګډو امنیتي ارګانونو ته لارښوونه وشوه چې  د ولسوالیو، لویو لارو،ستراتېژیکو نقطو او سیمو د خوندیتوب لپاره  اغیزمن پلانونه تطبیق،د امنیت لمن پراخه اوپرمخالفینو د فعالیت ساحه را تنګه کړي. او هم په ټول قوت سره د غلو،وران کارو،اختطافچیانو،ویره  اچوونکو او عامه نظم ګډوډونکو لاسونه لنډ او پرینږدي چې خپلې شومې موخې ترلاسه او په خلکو کې ویره  خوره کړي.

دا هم وګورئ

images

د ملي اردو یو قوماندان وايي، طالبان د لوېدلې څرخکې هر مړی په ۵ لکه افغانۍ پلوري

 د افغانستان په لوېدیځ کې د ملي اردو یو قوماندان وايي، وسله وال طالبان د …