کور پاڼه / خبرونه / کندز والي: پاک ښار ستاسو دغوره ښاري کلتور ښکاروندوی کوي
3

کندز والي: پاک ښار ستاسو دغوره ښاري کلتور ښکاروندوی کوي

د کندز و لایت د رسنیو او اړیکو دفتر

کندز والي نن د کندز ښار د پاکوالۍ په سرتاسري کمپاین کې سلګونو نارنجې پوشانو ته د وینا پرمهال دا څرګندونې وکړې،ښاغلي نعیمي وویل (( پاک ښار د یوې ټولنې دغوره ښاریتوب استازولي کوي،خوشاله یم چې نن د کندز ښار دپاکوالي په سرتاسري کمپاین کې ګډون لرم، له ښاریانو،هټیوالو،مارکیټوالو او میشتو اوسیدونکو غواړم چې دښاري پاکوالي کلتور دود کړي او ټول دښاري پاکۍ او نظم اصل ته ځانګړې پاملرنه وکړي.))

کندز والي هغوی ته چې دپاکوالي اصل ته پاملرنه نه کوي  په اشارې وویل(( کوم کثافات چې تاسو په سرکونو،ویالو او دښار په واټونو غورځوئ،ستاسو د پلرونو په عمر مشران خلک هغې ته ملا ټیتوي او هغه بیرته راټولوي په همدې اساس ټول باید په دغه برخه پاملرنه وکړي او ښاري پاکوالی خپله ملي او انساني دنده وګڼي او هم نور وهڅوي چې په دغه برخه کې خاصه توجه وکړي.))

کندز والي کندز ښاروال او مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې دښارې پاکۍ د دودولو لپاره فکري کار وکړي او په دغه برخه کې د عامه پوهاوي ځانګړې پروګرامونه پلي کړي،ترڅود ښار هر اوسیدونکی پاکوالی خپله دنده او مسؤلیت وګڼي.))

کندز ښار وال نجیب الله عمر خیل بیا دپروګرام په پرانستونکي وینا کې وویل (( دښاري تنظیف پرسونل مو تر پخوا څو برابر زیات دی، تیرکال مو یوازې ۴۰ تنه او اوس شاوخوا ۵۰۰ تنه د ښاري تنظیف پرسونل لرو،موږ شپه او ورځ کار کوو چې کندز ښار پاک او ښکلی وساتو ،له ښاریانو غواړم چې زموږ دپرسونل سره دښار په پاکۍ کې مرسته وکړي او کثافات بې ځایه وانچوي او هم نور وهڅوي چې دغې برخې ته پاملرنه وکړي.))

دا هم وګورئ

ass

کندوز والي:ولسي بیداري، یووالي او هېواد پالنه د باثباته افغانستان راتلونکی تضمینوي

 کندوز والي نن  یوې لويې جلسې ته چې تر زرو پورې ځوانانو په کې ګډون …