کور پاڼه / راپورونه / کندزوالي:هیڅ مجرم  او قانون ماتونکی به دقانون له منګولو خلاص نه شي
securet

کندزوالي:هیڅ مجرم  او قانون ماتونکی به دقانون له منګولو خلاص نه شي

نن د کندز والي عبدالجبارنعیمي  په مشرۍ د ګډو ځواکونو د مسؤلینو سره امنیتي جلسه ترسره شوه،په دغه جلسه کې مسؤلینو د ولایت رهبري ته دخپلو کړنو ګزارشونه واورل، دولایت رهبري د امنیتي ځواکونو د قربانیو څخه چې دهېواد او کندز د ساتنې په برخه کې يې ورکوي ستاینه او قدرداني وکړه او په خان اباد ولسوالۍ کې يې یو مشهور غیر مسؤل وسلوال قوماندان  ته چې دوه ورځې وړاندې د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شو په اشارې وویل ،هیڅ مجرم  او قانون ماتونکی به د قانون له منګولو خلاص نه شي،موږ دنظام ټولو تګلارو،اصولو او قوانینو ته ژمن یو ،ګډو امنیتي ارګانونو ته لارښوونه کیږي چې دغلو،وران کارو، اختطافچیان،تروریستانو،وژونکو او دخپلسرو وسلوالوډلو او ګروپونو پرواندې چې  کړنو يې عامه نظم ته زیان رسولی  او دخلکو ارام ژوند يې تریخ کړی کوټلي ګامونه پورته او دغه ډلې  دستګیر او دقانون منګولو ته راکش کړي.

کندز والي همداراز زیاته کړه(( ټولې ملکي او نظامي ادارې دي په خپل چوکاټ کې دمکافات او مجازات اصل ته ځانګړې پاملرنه وکړي،هغه سرتیري چې له ځان څخه اتلولۍ او میړاني ښآيي باید تقدیر او وستایل شي،دوی زموږ اتلان او قهرمانان دي.))

په دغه امنیتي جلسه کې د ډاډمن امن  او دولتي  حاکمیت دټېنګښت، دقانون د  تطبیق ،په ولسوالیو کې د عایداتي سرچینو دپياوړتیا او راژوندي کولو،دخپلسرو وسلوالو و او  وران کارو ډلو او د نظام دوسلوالو مخالفینو د شومو او تروریستي کړنو دمخنیوي په برخه کې  پریوشمیر مهمو مسایلو بحث،خبرې او تصمیمونه ونیول شول او ګډو امنیتي ارګانونو ته لارښوونه وشوه چې په دغه برخه کې  په پوره همغږۍ جدي اقدامات وکړي.

۱۳۹۷-۵-۱۲

د کندز  ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر

دا هم وګورئ

waz

کندوز: د لس میلیونه ډالرو په ارزښت د شهروان کانال قرار داد لاسلیک شو

د لس میلیونه ډالرو په ارزښت د شهروان کانال قرار داد د اوبو او انرژۍ …