کور پاڼه / خبرونه / کندز: مدنې فعالانو دتل پاتې سولې او اوربند غوښتنه وکړه
IMG_1546

کندز: مدنې فعالانو دتل پاتې سولې او اوربند غوښتنه وکړه

سوله ژوند دی، موږ د دولت او دنظام د وسلوالو مخالفینو د تل پاتې سولې او اوربند غوښتنه کوو

 نن د کندز  ولایت مرستیال په مشرۍ د مدنې نهادونو،دپوهنتون د استادانو،میرمنو او ځوانانو سره  دتل پاتې سولې او اوږد  مهاله  اوربند د تامین او ټینګښت په حمایت غونډه ترسره شوه او ټولو په دغه غونډه کې  د ښکیلو غاړو څخه دتل پاتې سولې او دایمي اوربند غوښتنه وکړه.

د ولایت  مرستیا وویل ((  افغان د ولت د خپلو خلکو خوندیتوب،په هېواد کې پایداري سولې  او ارامۍ ته ژمن دی، موږ په دې تلاش کې یو چې په  کندز ولایت کې دتل پاتې سولې بنسټونه تقویه کړو، له خلکو مو غوښتنه ده چې په خپلو سیمو کې دتل پاتې سولې دتامین لپاره کار وکړي. او هغه ډلې او ګروپونه چې په  کلیو او بانډو کې دولت ضد وسلوال فعالیتونه لري دې ته وهڅوي چې نور د جګړو لاس واخلي او دسولې د روان بهیر سره په یو ځای کیدو  دهېواد په ابادۍ کې فعاله ونډه واخلي.))

د مدنې نهادونو په استازیتوب عنایت الله خلیق بیا وویل(( موږ د اوربند خوږې خاطرې تجربه کړې، خلکو په کوچني اختر کې داوربند پرمهال د نظام وسلوالو مخالفینو ته ګلان په غاړه کړل او هغوی ته يې جولۍ وغوړوله چې نور جګړې پریږدي او سولییز ژوند ته په راګرځیدو په هېواد  کې دتل پاتې سولې بنسټونه تقویه کړي.په  همدې اساس د دولت او د نظام د وسلوالو مخالفینو غواړو چې د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت د تل پاتې سولې او دایمي اوربند ولسي غوښتنې ته لبیک ووايي او نور په هېواد کې د جګړو او وینې تویدنې روان بهیر ته دپای د ټکی کیږدي.))

د معارف  او پوهنتون رئیسانو بیا  دسولې په هر اړخیز ارزښت خبرې وکړې او یاده يې کړه چې دنړۍ هغه ملکونه پرمختللی او ارام ژوند لري چې میشت ولسونه او ملتونه يې په یووالي سوله ییز ژوند کوي او په خپلو کې یو دبل وینې نه تویوي، په همدې اساس د دولت له وسلوالو مخالفینوغواړو چې نور جګړې ته دپای ټکی کیږدي او دخبرو اترو له لارې خپلو مشروع غوښتنو ته ځان ورسوي.

دغونډې په پای کې دویناؤ وروسته  برخوالو ازاد بحث ترسره کړ او ټولو په یو غږ په هېواد کې دتل پاتې سولې او اوربند دتامین غوښتنه وکړه او د دولت له وسلوالو مخالفینو يې وغوښتل چې  نور په هېواد کې د تل پاتې سولې ارادې  ته لبیک ووايي.

۱۳۹۷-۵-۲۲

د کندز ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر

دا هم وګورئ

poli

کندوز والي:  دپولیسو مسلکې روزنې ته دې ځانګړې توجه وشي

کندوز والي نن په دغه ولایت کې د ملي پولیسو دروزنیز مرکز له استادانو سره …