کور پاڼه / خبرونه / کندز والي : د ملي ویاړونو او ارزښتونو د ساتنې یواځنۍ لاره دملي یووالي ټینګښت دی
fd

کندز والي : د ملي ویاړونو او ارزښتونو د ساتنې یواځنۍ لاره دملي یووالي ټینګښت دی

((یوځل بیا ټولو هېواد والو ته دهېواد د خپلواکۍ د ۹۹ یمې کلیزې په ویاړ مبارکي وایم،نن دټول هېواد په څیر کندز ولایت کې هم دغه تاریخي او ویاړلې ورځ په خورا شاندارو مراسمو سره ونمانځل شوه،دخوانانو په مخ او تن ملي بیرغ او رنګونه زموږ دیووالي،هېواد پالنې او دملي ارزښتونو دساتنې پيغامونه ورکوي،دملي ویاړونو او ارزښتونو دساتنې یوازینۍ لار دملي یووالي ټینګښت دی.
د هېواد دځمکنۍ بشپړتیا او امنیت په ساتنه کې دملي،امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ د ستاینې او تقدیر وړ دي،دوی د خاورې او ولس هغه ساتونکي دي چې تاریخ پرې ویاړي،هغوی چې دنظام او ولس پرضد جګړهکوي د هېواد د خپلواکۍ،خاورې او مظلومو ولسونو دښمنان دي،غږ پرې کوم چې د حق لاره خپله کړي او باطله لاره پریږدي.
ددې ترڅنګ دهېواد په دې حساسو تاریخي شېبو کې میشتو ولسونو،مشرانو،جیدو دیني علماؤ او ځوانانو ته په کار ده چې ملي یووالي وساتي او په هېواد کې دتل پاتې سولې او امن په تینګښت سره راتلونکو نسلونو ته د ویاړونو ډک تاریخ پریږدي.)) 

دا هم وګورئ

poli

کندوز والي:  دپولیسو مسلکې روزنې ته دې ځانګړې توجه وشي

کندوز والي نن په دغه ولایت کې د ملي پولیسو دروزنیز مرکز له استادانو سره …