کور پاڼه / راپورونه / ولسمشر غني په اختر کې د اوربند په اړه خپل دریځ څرګند کړ
gh

ولسمشر غني په اختر کې د اوربند په اړه خپل دریځ څرګند کړ

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د سولې د شورا او د دیني عالمانو شورا غړیو ته وویل چې له طالبانو سره د لوی اختر په شپو ورځو کې د اوربند په اړه سلامشورې روانې دي او خپله پرېکړه به د هغو سپارښتنو او وړاندیزونو په رڼا کې اعلان کړي چې حکومت ته ورکول کېږي.

پر غزني د طالبانو له خونړۍ او ویجاړوونکې حملې وروسته پر حکومت فشار ډېر شوی چې له طالبانو سره اوربند ونه کړي.

تر دې حملې وړاندې ولسمشر او نورو دولتي چارواکو په زغرده ویلي و چې د کوچني اختر په شان به په لوی اختر کې هم اوربند اعلان کړي.

نن د افغانستان د علماوو سراسري شورا او د سولې عالي شورا له ولسمشر څخه وغوښتل چې د لوی اختر په مناسبت هم اوربند اعلان کړي.

خو ښاغلي غني وویل، سوله د ملت یوه لویه غوښتنه ده، د سولې د پروسې په اړه ملي اجماع شته.

ده په دې برخه کې د دیني عالمانو د فتوا او د ټولنې له بېلابېلو پرګنو سره د مشورتي غونډو یادونه وکړه.

ولسمشر غني همداراز وویل چې د اوربند په اړه د سولې د عالي شورا او د علماوو د شورا د غړیو غوښتنو ته درناوی لري خو اوربند باید دوه اړخیز وي او اصلي هدف یې سوله وي.

ښاغلي غني ټینګار وکاوه چې دا به ونه مني چې د هیواد په یوه برخه کې اوربند وي خو بله کې شخړه دوام وکړي.

ده همداراز وویل، د سولې مالکیت، ملي یووالی، ځمکنۍ بشپړتیا، د اساسي قانون مطابق چلند، د معلوماتو د همغږۍ د مرکز ایجاد، د رسنیو او ټولنیزو شبکو پراخ پوښښ او په ټولو کچو د مشارکت رامنځته کول په مشورتي ناستو کې د بېلابېلو اقشارو د وړاندیزونو په توګه یاد کړل.

دا هم وګورئ

images

د ملي اردو یو قوماندان وايي، طالبان د لوېدلې څرخکې هر مړی په ۵ لکه افغانۍ پلوري

 د افغانستان په لوېدیځ کې د ملي اردو یو قوماندان وايي، وسله وال طالبان د …