کور پاڼه / ځانګړي مطالب / طالب مشر قطر او متحد امارات وننګول
mo

طالب مشر قطر او متحد امارات وننګول

طالبانو په اختریز پیغام پاڼه کې  په قطر او متحده اماراتو غږ کړی تر څو د ناټو په چوکاټ کې افغانستان ته د سرتېرو له لېږلو څخه ډډه وکړي او که نه سخت مالي او ځاني زیان به وویني.

طالبانو په خپل اختریز پیغام کې د امریکا ستراتیژي نکامه بللې او لیکي چې امریکا یې په افغانستان ې له ماتې سره مخ کړې ده .طالبانوپه دې پیغام یو ځل بیا له امریکا څخه غوښتې دي چې نور له افغنستان څخه ووځي او د امریکایانو وتل  په افغانستان کې یواځینۍ د امن او ثبات لاره ده .

په داغه پیغام پاڼه کې وړاندې په افغان ولسمشر هم سختې نیوکې شوې  او زیاته کړې یې ده چې ولسمشر د خپلو ټولو مامورینو په تېرا بیا په اجراییه ریاست او لومړي مرستیال سره عقدوي برخورد کوي او ټول واک یې انحصار کړی دی .

طالبانو په دغه پیغام پاڼه کې راتلونکې ټآکنې له فساده ډکې بللې، او دا هم ویلي چې یادې ټاکنې په دغه وخت ناممکنه دي .

دوی د ناټو هغه اعتراف ته هم اشاره کړې چې ګواکې طالبان د افغانستان تر نیمايي پر ډېرې خاورې ولکه لري ، طالبانو په دغه اختریز پیغام پاڼه کې دا هم ویلي دي ، چې که بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي ، نو دوی به د افغانستان خلکو ته د نظم او امن تضمین وکړي .

په دغه لیکلي پیغام کې وړاندې له امریکا سره د طالبانو د مذاکراتو په اړه هم راغلي دي . طالبان وايي له امریکا سره پر مستقیمو خبرو ټینګار کوي او په دې وروستیو کې د امریکا له لوري د طالبانو سره د مخامخ خبرو هرکلي کوي او زیاتوي چې دا د امریکا یو پرځای ګام دی .

په دغه پیغام کې راغلي ، امریکا په نظامي ډګر کې ماتې خوړلې او اوس اوس یې پر هغو لارو چارو کار پیل کړی دی چې ګویا پر طالبانو به فشارونه زیات کړي ، د علماوو غونډې ، پرلتي حرکتونه ، سیاسي ګوندونو جوړول یې ښکاره بېلګې په ګوته کړې دي ، خو د طالبانو په باور داسې کړنې به د دوی په سیاست کې هیڅ ډول تغیر را نه ولي او نه به پر دوی باندې د فشار اله وګرځي .

په دغه پیغام پاڼه کې په کابل ، جده او مکه مکرمه کې وروستیو غونډو ته هم اشاره شوې، به لیکلي پیغام کې وړاندې به سعودي عربستان له دې کبله سختې نیوکې شوې چې په افغانستان کې یې جهاد باطل اعلان کړ او زیاتوي چې په دې غوڼده کې د قراني ایتونو څخه سرغړونه شوې ده .

په دې پیغام پاڼه کې پر تعلیم یافته او شتمن قشر هم غږ شوی تر څو د خپل هېواد د ابادۍ او ښېرازۍ کې برخه واخلي او خپلو مظلوم ولس ته خدمت وکړي .

د پیغام په ورستۍ برخه کې د طالبانو مشر شیخ هبت الله په خپلو پلویانو غږ کړی تر په هغو سیمو کې چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي عدل او انصاف پلی کړي او د مظلوم حق له ظالم څخه واخلي او دخلکو سره د اسلامي اصولو سره سمه رویه وکړي .

خبریال

دا هم وګورئ

Untitled.pngv

دغه ۱۷ کلنه پیغله مریخ ته ځي

  د علم، پوهې او تکنالوژی د پرمختګ ترڅنګ فضا ته د انسانو دسفر او تګ …