کور پاڼه / خبرونه / کندز والي:دتولنې هروګړی مسؤلیت لري چې په خپلو سیمو کې پرمختګونو ته زمینه برابره کړي
elder

کندز والي:دتولنې هروګړی مسؤلیت لري چې په خپلو سیمو کې پرمختګونو ته زمینه برابره کړي

کندز والي دا څرګندونې نن د نیکمرغه لوی اختر په دریمه دخان اباد  او امام صاحب ولسوالیو،شاوخوا سیمو او شیرخان بندر له سپين ږیرو،مشرانو او جیدو دیني علماؤ سره د اختر د مبارکۍ پرمهال وکړې.

مشرانو  له مبارکۍ ورورسته د ولایت له رهبري سره دخپلو سیمو یوشمېر ستونزې،د خلکو وړاندیزونه او پېشنهادونه شریک کړل او غوښتنه يې وکړه چې ولایتي اداره دې د ولسونو غوښتنو او اړتیا ؤ ته پاملرنه وکړي،

د امام صاحب و لسوالۍ مشرانو بیا د امو سیند پرڅنډو د استنادي دیوالونو دجوړیدو او  دشیرخان بندر ترڅنګ په یوشمېر سیمو کې دښوونځیو لپاره د ودانیو پر جوړیدو ټینګار وکړ او د محلي حکومت له مشرتابه يې وغوښتل چې د امو سیند له څپو د ځمکو د تخریب دمخینوي اوپه شیرخان بندر کې دښوونځیو جوړیدو ته چې دخلکو اساسي غوښتنې دي ځانګړې توجه وکړي.

د ولایت مشرتابه بیا له دوی څخه دمننې ترڅنګ وویل((  د ابادۍ،پرمختګ ،امن او ولسي هوساینې لپاره ټینګ هوډ او  ګټور پلانونه ترلاس لاندې لرم،دهرې سیمې پرمختګ د سیمې په اوسیدونکو پورې تړلی دی، دټولنې هر وګړی ملي دنده  او مسؤلیت لري چې د خپلو سیمو دخوندیتوب او پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي او د محلي ادارې او امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.))

کندز والي  دوی  ته ډاډ ورکړ چې غوښتنو او پېشنهادونو ته به يې په ولایتي او مرکزي کچه پاملرنه وکړي او هم به وخت پروخت د دغه ولایت د خلکو ستونزې،غوښتنې او پېشنهادونه د مرکزي حکومت او اړوند وزارتونو  سره دحل په موخه شریکې کړي.

دا هم وګورئ

poli

کندوز والي:  دپولیسو مسلکې روزنې ته دې ځانګړې توجه وشي

کندوز والي نن په دغه ولایت کې د ملي پولیسو دروزنیز مرکز له استادانو سره …