کور پاڼه / خبرونه / کندز:۵ ښوونځي ترمیم او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
۱

کندز:۵ ښوونځي ترمیم او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

په کندز کې د معیاري پوهنېزچاپيریال د رامنځته کیدو لپاره اساسي کار کیږي :
کندز والي دا څرګندونې د ښار دپنځوهغو ښوونځیو چې دشپږ میلیونه او دوه سوه زره افغانیو په ارزښت يې دپوهنې وزارت په مالي لګښت ترمیماتي کارونه بشپړ شوي وه په پرانست غونډه کې وکړې.
د ولایت رهبري وویل((په کندز کې د معیاري پوهنېزچاپيریال د رامنځته کیدو لپآره اساسي کار کیږي ،موږ به په دغه برخه کې یوه لحظه هم له لاسه ورنکړو له ټولو ښوونکو مو غوښتنه ده چې له ښوونځیو دفکرې رغونې او هېواد جوړونې پيغامونه خواره کړي،))
د ولایت رهبري د پوهنې مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د معیاري ښوونیز سیستم د رامنځته کولو په برخه کې اساسي تلاشونه وکړي او زمینه برابره کړي ترڅو په ټول کندز کې نجونې او هلکان غوره ښوونیزو فرصتونو ته لاس رسی ولري.
د ولایت مشرتابه په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال یو ځل بیا په تجارانو،سوداګرو،شتمنو هېواد والو او زمیندارانو غږ وکړ چې دمعارف دپياوړتیا په برخه کې اغیزمنې همکارۍ وکړي او په خپلو سیموکې د زده کوونکو لپاره د زده کړو د غوره فرصتونو په برابرولو کې خپل رسالت ادا کړي او په دې سره د ځوان نسل راتلونکی روښانه کړي.
کندز والي له غونډې وروسته دښار په یوشمېر ښوونځیو وګرځید،په صنفونو کې يې د زده کوونکو له حالت ځان خبر او دهغوی پېشنهادونه يې واوریدل،د ولایت رهبري د زده کوونکو او ښوونکو ته ډاډ ورکړ چې وړاندیزونو ته به يې اساسي پاملرنه وکړي او په دغه ولایت کې به د پياوړي معارف د رامنځته کولو لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي.
د یادونې ده چې په دغو ښوونخیو کې چې ترمیماتي کارونه يې بشپړ شوي وه دشیرخان عالي لېسه،خدیجه الکبرا ،عایشه صدیقه،مولوی سراج الدین شهید او د سه درک لېسې شاملې وې.

دا هم وګورئ

poli

کندوز والي:  دپولیسو مسلکې روزنې ته دې ځانګړې توجه وشي

کندوز والي نن په دغه ولایت کې د ملي پولیسو دروزنیز مرکز له استادانو سره …