کور پاڼه / خبرونه / کندوز: د طالبانو مشر ملا منصور ووژل شو
g

کندوز: د طالبانو مشر ملا منصور ووژل شو

نن د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې دطالبانو مشهور قوماندان ملا منصور دخپلو ۲۰ ملګرو سره یوځای د افغان امنیتي ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې ووژل شو.

ملا منصور هغه څوک ؤ چې نه یوازې په امام صاحب بلکې دکندز د ولسوالیو ترڅنګ يې په ګاونډیو ولایتونو کې هم د نظام،سولې،امن او پرمختګ ضد فعالیتونه لرل او د وژنو،ورانیو په ګڼو پېښوکې ښکیل و چې نن دخپل عمل په سزا ورسید.

د ملا منصور سره په وژل شویو ۲۰ نورو جنګیالو کې هم د نظام ضد سرسخته جګړماران چې ډیری وخت به يې پر امنیتي ځواکونو،پوستو،بیزونو او تاسیساتو بریدونه کول شامل دي.

د یادونې ده چې په دغو بریدونو کې افغان ملي ځواکونو ته دسر زیان نه دی اوښتی او لاهم په سیمه کې د طالب پاتې شونو د لمنځه وړلو په موخه په عملیاتو بوخت دی.

دا هم وګورئ

poli

کندوز والي:  دپولیسو مسلکې روزنې ته دې ځانګړې توجه وشي

کندوز والي نن په دغه ولایت کې د ملي پولیسو دروزنیز مرکز له استادانو سره …