کور پاڼه / خبرونه / دغلو خطرناکې ډلې د پولیسو په منګولو کې ولویدې
ghal

دغلو خطرناکې ډلې د پولیسو په منګولو کې ولویدې

کورنیو چارو وزارت وايي، کابل پولیسو په کابل ښار او پغمان ولسوالۍ کې د غلو دوه خطرناکې او حرفه يي ډلې نیولې دي.

د کورنیو چارو وزارت څخه په خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د غلو دغه خطرناکې ډلې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې نیول شوې دي.

سرچینه کاږي، د غلو لومړۍ نیول شوې ډله کې څلور تنه غله دي، چې کابل ښار او شاوخوا سیمو کې یې په وسله والو غلو کې لوی لاس درلود.

په خبرپانه کې ویل شوي نیول شویو غلو د موټر تښتونې په څو پېښو کې هم لاس درلود، چې پرون د پولیسو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ونیول شوي.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې له دوی څخه دوه عرادې غلا کړي موټر، ۲۸۶ جلد د تابعیت پېژندپاڼې، دوه پایې مخابرې، یو میل تومانچه او یوه اندازه نظامي تجهیزات هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي.

دغه راز خبرپانه زیاتوي، چې پولیسو د غلو یوه بله پنځه کسیزه ډله چې د یوه سراچه موټر په وسیله یې د مسافرو او نورو خلکو مالونه او پیسې لوټلې نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه غلو به کابل ښاریان په واټونو کې په همدې ټکسي سراچه کې سپرول او تر څه وړاندې تګ وروسته به یې له هغوی څخه پیسې او نور قیمتي شیان لوټل.

دا هم وګورئ

poli

کندوز والي:  دپولیسو مسلکې روزنې ته دې ځانګړې توجه وشي

کندوز والي نن په دغه ولایت کې د ملي پولیسو دروزنیز مرکز له استادانو سره …