کور پاڼه / روغتیا / مغزي سکته ؟
maghaz

مغزي سکته ؟

مغزي سکته یا ستروک، چې په عامه اصطلاح کې (Cerebrovascular accident (CVA) بلل کېږي، هغه حالت ته ویل کېږي چې د هر عامل له امله مغزو ته د وينې د رسېدونکو رګونو د بندېدو یا رپچر (شلېدو) په نتیجه کې منځ ته راځي، پایله يې مرګ او یا هم د بدن د يوې برخې فلج دی.

۱مغزي سکته کله رامنځ ته کیږي؟

ډاکتران وايي مغزي سکته هغه وخت را منځ ته کیږي چي وینه د انسان په بدن کي وړې غوټي پیدا کړي او هغه رګونه چي مغزو ته وینه رسوي ، بند کړي، مغز ته وینه او اسکېجن نه رسیږي ، پایله یې مغزي سکته ده .

۲هغه کسان چې له مغزي سکتې سره مخ کیږي څه باید ورسره وشي؟

ډاکټران وایي،  دتاُسف له مخي ډیر کسان د مغزي سکتې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي دا ځکه چي هغه ته نږدې او حاضر کسان د مغزي سکتي په علامو نه پوهیږي او په لمړي ګام کي یې یوه عادي او ساده ناروغي ګڼي . په داسي حال کي چي د مغزي سکتي علامو پېژندل دومره ګران نه دي .اول باید د مغزي سکتې علامي و پېژنئ او په دې څان پو کړئ چې ناروغه په کم وخت کي روغتون ته ورسوئ ، د مغزي سکتې پیژندنه لویه پوهي نه غواړي .

هر څوک کولای شي د ناروغه له ظاهري حالت نه وپوهیږي چې مغزي سکته لري اوکه بل څه ؟

له ناروغه سره باید داسې چلند وشي :

  • له ناروغه نه وغواړئ چې و خاندي
  • له ناروغه نه وغواړئ چې خبرې وکړي .
  • له ناروغه نه وغواړئ چې دواړه لاسونه پورته کړي .
  • له ناروغه نه وغواړي چې خپله ژبه را وباسي .
  • که ناروغه خندا نه شوای کولای او یا یې د خندا په وخت کي خوله کږېدل ، خبري یې نه شوای کولای او یا یې خبري پرې پرې وي، لاسونه دواړه یا هم یو لاس نه شو پورته کولای او یا يې ژبه یوې خواته کږه وي، نو ناروغه له مغزي سکتې سره مخ دی، هر څومره چي ژر وي باید روغتون ته ورسيږي .

۳د مغزي سکتې پايله څه ده؟

که ناروغه په داسې حالت کي د څو دقیقو په موده کي تر درملني لاندي را نه شي، پایله به یې د بدني اعضاوو فلج وي.

ناروغه د خبرو حس له لاسه ورکوي ، لاس یا پښه او یاهم دواړه یې فلج کیږي ، که ژوندی پاتي شي ، د ژوند تر اخیري لحظې پوري به د نورو مرستي ته اړتیا ولري

 ژباړه راټولونه: زرغونه شیرزاد

دا هم وګورئ

z

 پر روغتیا د زیتونو اغیزې

زيتون پر دې سربېره چې خوندوره مېوه ده، د هډوکو د خرابېدو، د ځینو سرطانونو، …