کور پاڼه / خبرونه / کندوز: وسلوال طالبان د ملکي مرګژوبلي اصلي عاملین دي:
viber image

کندوز: وسلوال طالبان د ملکي مرګژوبلي اصلي عاملین دي:

وسلوال طالبان چې د امنیتي ځواکونو سره دمخامخ جګړې توان نه لري ،په پرلپسې توګه دملکي وګړو له کورونو، ښوونځیو او ان مسجدونو سنګرونه جوړوي او له هغې ځایه پر امنیتي ځواکونو ډزې کوي.

ټولو ولیدل چې د ولسي جرګې دټاکنو پر ورځ وسلوالو طالبانو دکندوز په مرکز او ولسوالیو کې دملکي میشت ځایونو څخه هاوانونه فیرکړل، چې فیر شوي ټول هاوانونه د هدف پرځای دملکي خلکو په کورونو،مسجدونو،ښوونځیو او روغتونو ولګیدل او خلکوته يې دمالي زیان ترڅنګ دسر درانه  زیانونه واړول.

د میزان په ۲۸ مه ولسوالو طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ په بخمل کوچه سیمه کې یو بل ستر بشري جنایت وکړ،په جګړو کې يې دملکي وګړو کورونه،ښوونځي او مسجدونه په نښه کړل.ملکي وګړي يې شهیدان او کورونه يې وران کړل.

د  ولایت مقام په لارښوونه وروستیو سروي ګانو په ډاګه کړه چې یوازې د میزان میاشتې په ۲۸ مه دوسلوالو طالبانو لخوا په جګړو او د هاوان میرمیو دلګیدو له امله د کندوز په مرکز او ولسوالیو کې لسګونه  ملکي او دفاع هېواد وال چې ښځې او ماشومان پکې شامل دي  شهیدان او ټپيان شول،په ګڼ شمېرکې دملکي وګړو کورونه،ښوونځي او  مسجدونه تخریب شول او ان په یو شمیر ځایونو کې پر مسجدونو،ښوونځیو او کورونو دمرمیو دلګیدو له امله قرانکریمونه وسوځیدل.

وسلوال طالبان د اوږدې مودې راپدیخوا دپردۍ نامعلومې جګړې په اور کې خپل هېواد وال سوځي،دهېواد ملي شتمنۍ ړنګوي،دپرمختګ مخه نیسي،د نظامي ځواکونو ترڅنګ  ان په ملکي وګړو هیڅ رحم نه کوي.په کار ده چې دټولنې هر وګړی د جنایتکارانو،وران کارو،تروریستانو،دسولې ،امن او هېواد د دښمنانو پر وړاندې ودریږي او په دې سره دخپلو خلکو،کورنیو،ماشومانو،سپين ږیرو او ځوانانو ژوند وژغوري  او د هېواد دابادۍ لپاره زمینه برابره کړي.

دا هم وګورئ

poli

کندوز والي:  دپولیسو مسلکې روزنې ته دې ځانګړې توجه وشي

کندوز والي نن په دغه ولایت کې د ملي پولیسو دروزنیز مرکز له استادانو سره …