کور پاڼه / راپورونه / کندوز کې پر کروند ګروسلګونه متریک ټن اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره وویشل شوه:
IMG_7562

کندوز کې پر کروند ګروسلګونه متریک ټن اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره وویشل شوه:

نن د کندوز مرکز اړوند پر کروند ګرو ( ۱۰۰ ) متریک ټنه دغنمو اصلاح شوی تخم، د (۲۰۰) متریک ټنه کیمیاوي سرې، په ۱۱۰۰ مالدارانو د (۱۱۰) متریک ټنه دڅارویو دخوراکي  مواد او په  ۲۷۶۳ وچکالۍ ځپلو کورنیو باندې د څه باندې ۴۱۴ ټنه غنمو دویش لړۍ پيل شوه.

IMG_7544

نن په همدې موخه جوړشویو مراسمو ته د ویناپرمهال کندوز والي وویل(( موږ په کندوز کې دکرنې او مالدارې دپراختیا او په دغه ولایت کې د منظم اوبه خور سیستم د رامنځته کولو لپاره شپه او ورځ کار کوو، له مرکزي حکومت،د کرنې او مالدارۍ وزارت او ټولو نړیوالو کورنیو او بهرنیو موسساتو غوښتنه کوو چې زموږ سره په دغه برخه کې اساسي همکاري وکړي او د کروند ګرو او مالدارانو اړتیا ؤ ته ځانګړې توجه وکړي،څو کندوز یو ځل بیا دهېواد په کندو تبدیل او له دغه ځایه دهېواد اړتیا وې پوره کړو.))

کندوز والي په همدې مهال دکرنې ریاست په مسؤلینو  ته لارښوونه وکړه چې دکروند ګرو دهڅونې او کرنیزو  حاصلاتو ته د ښې بازار موندنې په موخه چې په هر دریو میاشتو کې یو ځل د کرنیزو حاصلاتو نندارتون پرانیزې.څو یو ځل بیا کندوز خپل هغه پخوانی برم چې دهېواد په کندو مشهور ؤ ترلاسه کړي.

مراسمو ته د کرنې رئیس انجنیر منیر نیازي، دولایتي شورا غړي غلام رباني رباني او د کوچیانو امر  هم په وار سره خبرې وکړې،د کرنې رئیس د شویو مرستو په اړه معلومات وړاندې کړل او نورو وینا والو بیا د دولت دغه ډول مرستې او همکارۍ په کندوز کې دکرنیزې ودې او پراختیالپاره مهمې وبللي او یاده يې  کړه چې د کرنې او مالدارۍ سکتور  په پيآوړتیا سره به دهېواد اقتصادي بنسټونه تقویه  او په کور دننه به دفقر ستونزه پای ومومي.

 ددغو  اصلاح شویو تخمونو،کیمیاوي سرې او موادو ویش په داسې حال کې  پيلیږي چې یوازې څه موده وړاندې د کندوز  دټولو ولسوالیو په وچکالۍ ځپلو  ۲۰ زره مستحقو کروند ګرو سلګونه ټنه غنم هم وویشل شول.

دا هم وګورئ

images

د ملي اردو یو قوماندان وايي، طالبان د لوېدلې څرخکې هر مړی په ۵ لکه افغانۍ پلوري

 د افغانستان په لوېدیځ کې د ملي اردو یو قوماندان وايي، وسله وال طالبان د …