کور پاڼه / خبرونه / کندوز والي : هر ځوان دې دهېواد دابادۍ،سولې او فکرې رغونې سفیر شي
afghan

کندوز والي : هر ځوان دې دهېواد دابادۍ،سولې او فکرې رغونې سفیر شي

کندوز والي دا څرګندونې نن د امو زون لپاره د کریکټ بورډ دنوي مشر ډاکټر نورعالم فرید د معرفت په موخه جوړه شوې غونډه ته دوینا پرمهال چې مسؤلینو،د افغانستان د کریکټ بورډ استازو او سلګونو ورزش کارانو ګډون درلود وکړې.

پيلیزو مراسمو کې د افغانستان د کریکټ بورډ استازي نظیم جار عبدالرحیمزي خبرې وکړې،د کریکټ د ادراې د وروستیو لاسته راوړنو ترڅنګ يې په شمال ختیځ زون کې د کریکټ لوبې لا غوړیدا او پراختیا ته خوشبیني وښوده او یاده يې کړه چې دکندوز رهبري په خوست او لغمان ولایتونو کې  دخپلو ماموریتونو پرمهال د کریکټ د ودې او پراختیا لپاره اغیزمنه همکاري او توجه لرله.چې همدا موږ ته په دغه سیمه کې د سپورت  د لا غوړیدا زیري را کوي.

IMG_8645

د ولایتي شورا رئیس محمد یوسف ایوبي او یوشمېر وینا والو هم مراسمو ته په وارسره خبرې وکړي او یاده يې کړه چې دشمال ختیځ زون ځوانان په هره برخه کې ښه وړتیا او استعداد لري چې ورته پاملرنه دهېواد او خلکو نوم او نښان روښانولی شي.

د  امو زون  د کریکټ بورډ نوي مشر ډاکټر نور عالم فرید بیا ډاډ ور کړچې له پخوا به  زیات په دغه سیمه کې د کریکټ د ودې او پراختیا لپاره کار وکړي او دځوانو استعدادونو د غوړیدا او ځلیدا لپاره به شپه او ورځ تلاشونه وکړي.

کندوز والي  بیا د امو زون د کریکټ نوي مشر تابه ډاکټر نورعالم فرید ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ وویل(( دسپورت د ډګر هر اوبغاړی اتل او قهرمان دی ، دکریکټ ملي لوبډله د هېواد دسولې استازولي کوي،ټول لوبغاړي يې دسولې سفیران دي او دخپلو پرلپسې شپه او ورځ هلوځلو په پایله کې توانیدلي چې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ د نړۍ په سپورتي ډګرونو رپاند کړي او دنیا ته د افغان سولې خوښونې پيغامونه ورسوي،په دغه برخه کې د افغانستان دکریکټ بورډ ښه رهبري د ستاینې ده.))

د ولایت مشرتابه همداراز زیاتوله(( دځوانانو تشویق،هڅونه او د هغوی د استعدادونو غوړیدا زموږ کاري لومړیتوب دی،د ماموریت تر وروستي ساعت به د ځوانو ورزش کارانو د ستونزو دحل لپاره کار وکړم او ددوی لپاره به هره برخه کې غوره فرصتونه برابر کړم، له ځوانانو مو توقع ده چې په پوره ملي مسؤلیت سره نورو ته دهېواد جوړونې،ابادۍ،سولې،فکرې رغونې، هېواد پالنې،نظام پالنې او یووالي پيغامونه ورکړي او په دې سره په هېواد کې د شته ناخوالو په لمنځه وړلو کې اساسي رسالت ادا کړي.))

د یادونې ده چې دمراسمو په پای کې د اتو محلي کریکت لوبډلو د سیالیو پرانسته هم دپټۍ په پریکولو سره وشوه.

دا هم وګورئ

poli

کندوز والي:  دپولیسو مسلکې روزنې ته دې ځانګړې توجه وشي

کندوز والي نن په دغه ولایت کې د ملي پولیسو دروزنیز مرکز له استادانو سره …