کور پاڼه / لیکنې / د سولې ارمانجن پيلوټ:
IMG_8315

د سولې ارمانجن پيلوټ:

د ډاکټر نجیب الله واکمني وه،له مسلکي زده کړو وروسته مې د هوايي ځواکونو په لیکوکې دپيلوټ په حیث  دنده پيل کړه،د اوږدو  او ستړو دندو وروستۍ پرواز مو خوست ته لاره،هلته مو دملي پوځ په قرار ګاه کې له لنډې دمې وروسته د مهماتو یوې ډیپو ته سر ورښکاره کړ،همدلته مو درنې چاودنې غوږونه کاڼه کړل، نه پوهیږم څو ورځې وروسته پوه شوم چې څوملګري مو شهیدان او ټپيان شوي دي او خپله مې غبرګو سترګو دید له لاسه ورکړی دی.

د ژوروټپونو له امله مې درملنه په کور دننه ناشونې وه،همغه ؤ چې د وخت حکومت دوست هېواد هندوستان ته انتقال کړم،له مرګ وژغورل شوم،خو ژوند مې د ناخوالو او ستونزو کوربه شو.

 له همغې تر دې دمه مې ژوند له سختو ستونزو،ناخوالو او له مبارزې سره ګډ پرمخ یوړه.

خو  له اوږدې مبارزې وروسته  مې هله ملا ماته او حوصله ختمه شوه چې دمخالفینو له لوري فیر شوي مرمۍ مې د کور په منځ ولګیده او له همدې سره مې غبرګو میرمنو د شهادت جام نوش کړ  او  له ستونزو ډک ژوند مې دغمونو په یو بل باب سر ورښکاره  کړ.

عبدالحسین کهندژ  وايي دهېواد ناخوالې،دمظلومو هېواد والو بې دریغه وژنه او هېواد ورانونه  مې سخت ځوروي، سوله مې ستره هیله او ارمان دی،جګړو زما په شمول دډیرو کورونه وران کړل،که سوله نه وي لابه يې وران کړي.

د عبدالحسین ژوند د ۱۲ اولادونو سره یوځای هله په تیارو ورګډ او لاپسې خراب شو چې  په کور يې د وسلوالو طالبانو  له لورې فیر شوې د هاوان مرمۍ ولیګده او ځای پرځای يې دواړه میرمنې شهیدانې  او د کور انګړې د کور د ډېؤؤ په وینو سور شو.

 د هېواد ددغه اتلا پيلوټ مشر زوی د دولسم  ټولګټي زده کوونکی دی او نور يې ټول همدومر دی،ددغو ماشومانو پالنه دمشر ورور ترڅنګ اوس په همدې سړي ده.

عبدالحسین وايي هغه شېبې مې ډیرې ځوروي چې دشپې راته کوچنی زوی دمور غږ وکړي،خو چې کله دمور پرځای زما غږ واورې نو چیغې کړي،خو بیا هم شکر دی په همدې حالت زه دخپلو اولادونو په مرسته دیوې ګولې حلالې نفقې د موندلو لپاره په ښارکې سبزي پلورم او هوډ لرم چې په همدې حالت کې به په خپلو اولادونو زده کړې کوم او ددوی اینده به په زده کړو روښانوم.

کندوز والي چې همیش يې د ولسونو له حالت ځان خبرساتلی،دعبدالحسین کهندژ له ستونزو،غمونو او مجبوریته په خبریدوسمدلاسه دهغه کور ته ورغلو، د عبدالحسین له کورنۍ سره يې غمرازۍ او خواږي وکړه،دوی ته يې د هېواد دجلالتماب جمهور رئیس سلامونه،نیکې هیلې او د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل او  دنقدي مرستې ترڅنګ يې ورسره یوه اندازه بشري مرسته وکړه او ډاډ يې ورکړچې دماموریت تر وروستي ساعت به يې هیر نه کړي.

کندوز والي په همدې مهال  ډاډ ورکړ چې تر هرې اړمنې، مظلومې، ځوریدلې او زیانمنې کورنۍ به ځان ورسوي او د ستونزو په حل کې به ورسره  همکاري وکړي.

د ولایت رهبري  په شتمنو هېواد والو ، تجارانو او سوداګرو غږ وکړ چې د بې وزلو، مظلومو او ځوریدلو کورنیو سره خپله بشري خواخوږي وکړي او هغوی په خپلو مرستو او همکاریو کې هیري نه کړي.

سیدالرحمن عابد

دا هم وګورئ

lom

فکر ته مو بدلون ورکړئ چې ژوند مو تغير ومومي!

( فکر ته دې بدلون ورکړه چې ژوند دې تغير ومومي ) دې مشهورې وينا …