کور پاڼه / لوبي / تینس: د شرپووا بری
girls

تینس: د شرپووا بری

فضل رحیم رحیمي؛ د ټینس لوبې نامتو لوبغاړې ماریا شرپووا له ګراند سلام لوبو څخه بریالۍ ستنه شوه.

شرپووا له(۱۵) میاشتې بندیز ورورسته په ګرانډ سلام لوبو کې د نړۍ دوهم نمبرلرونکۍ ټینس لوبغاړې سیمونا هلیپ ته په ۶،۴،۴،۶،۶،۳ ماتې ورکړه.

همداشان په ماتې سره رومانیایۍ لوبغاړې سایمونا هیلپ د سږ کال په وروستي ( ګرانډ سلم) ټورنمنټ کې له مخکې تګ بی برخې شوه چې د شرپووا په وړاندې یې سر په سر (۷)مه ماته وه.

(۳۰) کلنه شرپووا به اوس (یوایس اوپن) لوبو دوهم راونډ کې خپله بله لوبه له ټایمي بابوس سره ترسره کوي.

تر دې وړاندی دا دواړه ښځینه  لوبغاړې له یوبل سره ندي مخ شوي.

ماریاشرپووا اسمهال د ټینس په نړیواله درجه بندۍ کې (۱۴۶) ځای لري.

دا هم وګورئ

lobe

افغانستان په ۱۵۴ منډو زیمبابوې ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له زیمبابوې څخه لومړۍ ۵۰ اوره مسابقه په ۱۵۴ …