کور پاڼه / راپورونه / کندوز: د لس میلیونه ډالرو په ارزښت د شهروان کانال قرار داد لاسلیک شو
waz

کندوز: د لس میلیونه ډالرو په ارزښت د شهروان کانال قرار داد لاسلیک شو

د لس میلیونه ډالرو په ارزښت د شهروان کانال قرار داد د اوبو او انرژۍ وزارت دسرپرست محمد ګل خُلمي،یوشمېر معینانو ،مسؤلینو او د کندوز د یو شمېر مشرانو  په شتون کې د افغان صداقت ساختماني شرکت سره لاسلیک شو.

دغه کانال چې د موسمي سېلاؤنو له امله سخت تخریب شوی، د درې کالونو په جریان کې به يې ټولې ساختماني او رغنیزې چارې بشپړې او  ۵۴۷۶۰ هکتاره ځمکه به  په منظمه  توګه خړوبه کړي او په  اوږدو کې به يې ټول پرچاؤنه او پلچکونه هم په اساسي ډول جوړ شي.

دشهروان کانال لس میلیونه ډالره مالي لګښت  د اسیاپراختیا بانک لخوا ورکول کیږي، چې  د ۶۶ کیلومتره طول په لرلو سره له دشتې ارچې ولسوالۍ پيلیږي،له کلبات ولسوالۍ  تیریږي او  حضرت امام صاحب ولسوالۍ  ته رسیږي.چې په دغه طول کې زرګونه کورنۍ د دغه کانال له ګټو په مستقمه او غیر مستقیمه توګه ګټه پورته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې یوازې دوه اونۍ وړاندې د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د خان اباد د اوبو  او برښنا بند  قرار داد دیو هندي شرکت سره لاسلیک شو.

دا هم وګورئ

IMG_7562

کندوز کې پر کروند ګروسلګونه متریک ټن اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره وویشل شوه:

نن د کندوز مرکز اړوند پر کروند ګرو ( ۱۰۰ ) متریک ټنه دغنمو اصلاح …