کور پاڼه / خبرونه / کندهار کې ۳۰ طالبان مړه او ۹ پولیس شهیدان شول
kandhar

کندهار کې ۳۰ طالبان مړه او ۹ پولیس شهیدان شول

د کندهار په دريو ولسواليو کې د درنو جګړو پر مهال ۳۹ وسله وال طالبان مړه او۹ پوليس شهیدان  شوي دي.
تيره شپه وسله والو طالبانو د کندهار په څلورو ولسواليو کي د ملي او سرحدي پوليسو پر بيلابيلو امنيتي پوستو درنې جګړې کړي دي او دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
جګړې د معروف ولسوالۍ د پيتاوي او ځنځير، د خاکريز په منډيګک او د ارغستان ولسوالۍ په سندرزو سيمو کي شوي دي.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا درانی د يوې خبري ناستي پر مهال وويل، چې په دې جګړو کې په ټوليز ډول ۳۰ تنه وسله وال طالبان مړه  او ۹ تنه ملي او سرحدي پوليس شهیدان شوي او ۲۵ تنه وسله وال طالبان او ۷ تنه پوليس زخميان شوي دي.
د دراني په وينا چې وسله والو طالبانو دا بريدونه د يادو سيمو د امنيتي پوستو د سقوط په نيت کړي و، چې د امنیتي ځواکونو د جدي غبرګون سره شول.
وسله والو طالبانو يوازي د خاکريز ولسوالۍ د جګړې په اړه رسمي تائيد کړی دی او رسنيو ته يې د يوې خبرپاڼي په ليږلو سره ويلي دي چې د دې ولسوالۍ په اروغ سيمه کې يې د ملي پوليسو يوه امنيتي پوسته نيولې او ۱۴ پوليس يې وژلي دي خو د کندهار امنيتي مسوولين يي ردوي.

دا هم وګورئ

poli

کندوز والي:  دپولیسو مسلکې روزنې ته دې ځانګړې توجه وشي

کندوز والي نن په دغه ولایت کې د ملي پولیسو دروزنیز مرکز له استادانو سره …