کور پاڼه / خبرونه / کندوزوالي :د پراختیايي پروژو څخه باج اخیستنه ملي خیانت دی

کندوزوالي :د پراختیايي پروژو څخه باج اخیستنه ملي خیانت دی

کندوز والي یوې لويې ولسي غونډې ته د ویناپرمهال دکندوز پر انکشافي پراختیا ټینګار وکړ او یاده يې کړه چې په هر صورت  سربه شپه او ورځ ددغه ولایت د پراختیا،ابادۍ او رغونې لپآره کار وکړي،دولایت رهبري په یوشمېر سیمو کې دپروژو دتطبیق پروړاندې اجتماعي ستونزو ته په کتو په خلکو غږ چې په پوره ملي مسؤلیت سره د  عامه پروژو دتطبیق لپآره زمینه برابره کړي او هم يې په بشپړمسؤلیت سره ساتنه وکړي او دټولنې هر وګړی دي ځان دعامه پروژو د ساتنې مسؤل وګڼي،ځکه ټولګټې پروژې د ولس لپاره دي.

د محلي حکومت رهبري په پروژو کې باج اخیستنه او دقرار داد له اصولو په ټیټ کیفیت د کار ترسره کول ملي خیانت وباله او یاده يې  کړه چې هیڅ قرار دادي ته به ددې  موقع ورنکړي چې دپروژو چارې په ټیټ کیفیت ترسره کړي.

د ولایت مشرتابه په خلکو غږ وکړ چې دپروژو  حمایت او ساتنه خپله ایماني او وجداني دنده وګڼي او هیچاته ددې موقع ورنکړي چې ملي ګټې د شخصي ګټو قرباني کړي.

کندوز والي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تازه په تازه دغه ولایت کې د یوشمېر سترو پروژو قرار دادونه د لسګونه میلیونه ډالرو په ارزښت لاسلیک شوي دي.

دا هم وګورئ

poli

کندوز والي:  دپولیسو مسلکې روزنې ته دې ځانګړې توجه وشي

کندوز والي نن په دغه ولایت کې د ملي پولیسو دروزنیز مرکز له استادانو سره …