کور پاڼه / راپورونه / کندوز: دشتې ارچې کې دوسلوالو مخالفینو یو لوې برید په شا  وتمبول شو او درانه تلفات ورته واوښتل
afghan

کندوز: دشتې ارچې کې دوسلوالو مخالفینو یو لوې برید په شا  وتمبول شو او درانه تلفات ورته واوښتل

 تېره شپه ناوخته وسلوالو مخالفینو په درشتي ارچې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په یوشمېر پوستو ډلییز بریدونه وکړل چې د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت او غبرګون سره مخ شول،په دغو نښتو او بریدونو کې ۱۹ وسلوالو طالبان ووژل شول او ۱۲ نور يې شدید ټپيان شول.

په خواشینۍ چې په  دغو نښتو کې ۷ افغان سرتیري هم شهیدان شوي او څلور يې ټپيان دي چې دټپيانو وضعیت اوسمهال  ښه دی.

 د کندوز ولایت رهبري ټولو امنیتي ارګانونو ته لارښوونه کړې چې د دښمن دهر ډول شومو تحرکاتو دمخنیوي لپاره پر وخت کوټلي اقدامات وکړي او پرینږدي چې دامن،سولې  او پرمختګ دښمنان خپلې شومې موخې ترلاسه او سیمې ناامنه کړي.

دا هم وګورئ

IMG_7562

کندوز کې پر کروند ګروسلګونه متریک ټن اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره وویشل شوه:

نن د کندوز مرکز اړوند پر کروند ګرو ( ۱۰۰ ) متریک ټنه دغنمو اصلاح …