کور پاڼه / راپورونه / کندوز والي:څوک چې مخالفینو ته ځای او ډوډۍ ورکوي نه بخښونکي مجرمین او ملي خیانت کوونکي دي
IMG_9216

کندوز والي:څوک چې مخالفینو ته ځای او ډوډۍ ورکوي نه بخښونکي مجرمین او ملي خیانت کوونکي دي

کندوز والي د قالین او بدلو  د ښارګوتي په پرانست غونډه کې د وینا پرمهال هغو خلکو ته چې د وسلولو مخالفینو سره همکاري کوي په اشارې وویل (( هغوی چې وسلوالو مخالفینو ته ځای  او ډوډۍ ورکوي او یا هم د هغوی لیکو ته دخپلې کورنۍ غړي لیږي نه بخښونکي مجرمین او ملي خیانت کوونکي دي ))

کندوز والي په هېواد کې روانه جګړه پردۍ وبلله او یاده يې  کړه چې نور باید هغه افغانان چې دنظام دوسلوالو مخالفینو په لیکو کې د نظام پروړاندې جنګیږي په دې وپوهیږي چې دوی دبل دګټو لپاره خپل بیګناه او بې دفاع هېواد وال شهیدانوي ،خپل نظام ضعیفوي او دپرمختګونو مخه نیسي. چې دا یو نه جبرانیدونکي ملي خیانت او جفاء ده.

د ولایت رهبري په ولسونو  او مشرانو غږ وکړ چې بیداره ووسي او په خپلو سیمو کې هغه ځوانان چې د وسلوالو مخالفینو په لیکو کې جنګیږي وپوهوي چې نور ددغه نامعلوم پردي جنګ لاس واخلي او دخپلو خلکو دژوند په خوندیتوب سره  دهېواد پرمختګ ته  زمینه برابره کړي. او په دې سره د لوی څښتن تعالی رضایت حاصل کړي.

دا هم وګورئ

IMG_7562

کندوز کې پر کروند ګروسلګونه متریک ټن اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره وویشل شوه:

نن د کندوز مرکز اړوند پر کروند ګرو ( ۱۰۰ ) متریک ټنه دغنمو اصلاح …