کور پاڼه / خبرونه / کندوز والي:د امنیت ترڅنګ دکندوز د ابادۍ لپاره شپه او ورځ کار جریان لري
da

کندوز والي:د امنیت ترڅنګ دکندوز د ابادۍ لپاره شپه او ورځ کار جریان لري

له بده بخته هېواد کې پردۍ نامعلومه جګړه روانه ده،هره ورځ بې دفاع هېواد وال  او امنیتي ځواکونه قربانۍ ورکوي،ولې د شته ستونزو او ناخوالو سره،سره په هېواد کې دتل پاتې سولې،امن او پرمختګ لپاره په هر اړخیزه توګه شپه او ورځ هڅې جریان لري.

امنیت او انکشاف د هېواد دبلې هرې سیمې په څیر د کندوز دخلکو لومړۍ او اساسي غوښتنې دي،موږ د کندوز د امن او پرمختګ لپاره شپه او ورځ کار کؤ،د تاریخ په دې حساسو شېبو کې هر افغان ملي دنده او مسؤلیت لري چې بیداره ووسي،ملي امنیتي ځواکونه او نظام حمایه کړي، یووالي وساتي او د پرمختګ له هر لويې او واړه ګام ملاتړ او حمایت وکړي ترڅو شته ناخوالې پای ومومي او  دهېواد په لر او بر دسولې او پرمختګ څادر وغوړیږي.

په ټولو هغو افغانانو چې دنظام پر وړاندې وسلواله جګړه کوي غږ کوم چې نور په هېواد کې دپردۍ نامعلومي جګړې سنګرونه تاوده نکړي،دخپلو مظلوم او ځوریدلو ولسونو  په زخمونو پټۍ کیږدي او سولییز ژوند ته په راستنیدو په ټولو عامه بهیرونو کې فعاله ونډه واخلي او په دې سره نسلونو ته یو با امنه او پرمختللی افغانستان په میراث پریږدي.

دا هم وګورئ

poli

کندوز والي:  دپولیسو مسلکې روزنې ته دې ځانګړې توجه وشي

کندوز والي نن په دغه ولایت کې د ملي پولیسو دروزنیز مرکز له استادانو سره …