کور پاڼه / خبرونه / کندوز والي:  دپولیسو مسلکې روزنې ته دې ځانګړې توجه وشي
poli

کندوز والي:  دپولیسو مسلکې روزنې ته دې ځانګړې توجه وشي

کندوز والي نن په دغه ولایت کې د ملي پولیسو دروزنیز مرکز له استادانو سره ناسته کې  د ستونزو او پېشنهادونو تر اوریدو وروسته د دوی  مسؤلیتونه خورامهم  او ارزښتمن وبلل او د روزنیز مرکز له ټولو استادانو يې وغوښتل چې  د روزنې پرمهال د تازه دمو پولیسو مسلکیتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي او ټول د ولسونو سره دغوره چلند په روحیه وروزي او  ورزده کړي چې د قانون ماتوونکو او وران کارو پروړاندي  لکه دسپر ووسي او په  هیڅ صورت پرینږدي چې د قانون،سولې،ثبات او دپرمختګ دښمنان خپلې شومې موخې ترلاسه کړي.

د ولایت رهبري دخپلو خبرو پرمهال دوی ته ډاډ ورکړ چې د ستونزو دحل په برخه کې به ورته ځانګړې پاملرنه وکړي او له اړوند ارګانونو سره به يې شوي پېشنهادونه او ستونزې یو په یو شریکې،ترڅو يې دحل کیدو په صورت کې د پولیسو غوره روزنه داوم وکړي.

د محلي حکومت مشرتابه له همدغه ځایه په ټولو ملي پولیسو او د عامه نظم په ساتونکي ځواک غږ وکړ چې د امنیت د تامین او د عامه نظم د خوندیتوب پرمهال دخلکو سره مسلکي برخورد ورکړي او پرینږدي چې قانون ماتونکي په خپلو شومو موخو کې بریالي شي.

دا هم وګورئ

ass

کندوز والي:ولسي بیداري، یووالي او هېواد پالنه د باثباته افغانستان راتلونکی تضمینوي

 کندوز والي نن  یوې لويې جلسې ته چې تر زرو پورې ځوانانو په کې ګډون …