کور پاڼه / خبرونه / دکندوز ولایتي شورا: دولت دې دغیر مسؤلو وسلوالو پروړاندې کوټلي اقدامات وکړي
dddd

دکندوز ولایتي شورا: دولت دې دغیر مسؤلو وسلوالو پروړاندې کوټلي اقدامات وکړي

د کندوز ولایتي شورا یو شمېر غړو نن دولایت رهبري سره  د ځانګړې ناستې پرمهال په دغه ولایت کې د ډاډ من امن دټینګښت په موخه دنظامي هدفمندو عملیاتو پرترسره کیدو او خپلسرو وسلوالو پر ګرفتارۍ  ټینګار وکړ او له دولته يې وغوښتل چې په دغه برخه کې کندوز ولایت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او خپلسرې وسلوال ډلې او  ګروپونه چې عامه نظم زیانمنوي،په خلکو کې ویره خوروي او په ګڼ شمېر دقانون ماتونې،وژنو،غلاؤ او تښتونوپه پېښوکې  ښکیل دی دستګیر او دقانون منګولو ته راکش کړي.څو ټولنیز ثبات  تامین او د قانون ماتونکو لاسونه لنډ شي.

د ولایتي شورا غړو همداراز په دغه ولایت کې وروستیو پرمختیايي چارو ته په اشارې د ولایتي ادارې تلاشونه وستایل او ډاډ يې ورکړ چې دوی به د خلکو د استازو په حیث دکندوز دامن،پرمختګ او ثبات په ټولو چارو کې دمحلي ادارې سره اوږه پر اوږه ولاړ وي او ولسونه به دنظام او امنیتي ځواکونو حمایته را بلي.

   

دا هم وګورئ

naqsha11

افغانستان کې د ۵ نویو ولایتونو پر جوړېدو بحث روان دی

بي بي سي موندلې چې د افغانستان حکومت له څو میاشتو راهیسې لږ تر لږه …